د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په جنګونو کې د ماشومانو کارول وغندل




ايسوشييټېډ پريس اژانس ليکي، د ملګرو ملتونو امنيت شوری د شورو په ورځ د يو قرارداد په ترڅ کې د دې ادارې د هغو رپورټونو ملاتړ وکړ چې په کې د نړۍ ځينې هېوادونه او وسله والې ډلې د ماشومانو د حقونو په سرغړونه ملامت ګرځول شوي دي.

د شوری په قرارداد کې، چې په پينځلسو هېوادونو کې يوولسو يې حمايت وکړ، ويل شوي چې له کوچنيانو په وسله والو شخړو کې کار اخيستل کېږي او پر ضد يې جنسي تېري کېږي.

امنيت شوری له غړو هېوادونو غوښتي چې د قامي يا نړيوال عدالتي نظامونو په کارولو سره د ماشومانو خلاف تېري کوونکو ته سزاګانې ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرتر د تېرې جون مياشتې په رپورټ کې د پاکستان وسله والې ډلې او د شام حکومتي ځواکونه او د دوئ ملاتړې شبيها ملېشه ډلې د ماشومانو پر وړاندې د زور زياتي لپاره تورنې ګرځول شوې دي.

اژانس وايي، چې روسيې، چين، آذربايجان او پاکستان د امنيت شوری په دغه قرارداد اعتراض کړی چې ويلي يې دي، هغه ملکونه هم د ماشومانو پر وړاندې په تېريو ملامت شوي چې امنيت شوری هلته له روانو شخړو سره هيڅ تعلق نه لري.

اې پي کاږي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني استازي مرستيال رضا بشير ترار له طالبانو او القاعده سره په تړاؤ لرونکيو ډلو د امنيت شوری تورونه په بشپړه توګه تېر اېستونکي بللي دي. نوموړي زياته کړې چې دغه قرارداد نه يوازې دا چې د پاکستان قانون عملي کوونکې ادارې او د ترهګرۍ پر ضد د دوئ عمليات ناسم معرفي کوي، بلکې په ترڅ کې يې په دغه هېواد کې فعال ترهګر او مجرمان هغه پاملرنه تر لاسه کوي، چې دوئ يې جوګه نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي لي بوډونګ ويلي، پر ځای د دې چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان ته مشکلات پيدا کړل شي، غړي هېوادونه ورسره بايد لا ډېرې مرستې وکړي.

ايسوشيیېټېډ پريس اژانس د بشري حقونو د څار په نړيواله ډله کې د ملګرو ملتونو د ډايرېکټر فيليپي بولوپين وينا راخيستې چې ويلي يې دي، د روسيې، چين، آذربايجان او پاکستان لخوا د امنيت شوری د قرارداد مخالفت کول د نړۍ له هغو ماشومانو سره چې په شخړو کې ګېر دي، غټ زياتی دی.

د اژانس په ليکنه، امنيت شوری په ۲۰۰۹ م کال کې هم د ورته يو قرارداد په ترڅ کې د هغو هېوادونو او وسله والو ډلو نومونه اخيستي وو، چې د شخړو پر مهال د ماشومانو پر ضد د جنسي تېريو، د هغوئ د معلولولو او وژلو لپاره ملامت ګرځول شوي وو.

ژباړه: هارون باچا

XS
SM
MD
LG