د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هغه ورځ چې افغانستان به وبايلو"





دې نېشنل انټرسټ مجلۍ ((هغه ورځ چې افغانستان به وبايلو)) تر عنوان لاندې ليکنه خپره کړی. مجله ليکي له ۲۰۰۹ کاله وړاندې چې کله په افغانستان کې جګړې زور واخیست نو ډېری بهرنیو څيړونکو ته نه ښکارېده چې به وګتل شي. اوس، د امريکا حکومت که یې په خبرو کې نه مني خو په پای کې یې په رښتیا هم ځان ورته آماده کړی دی.

مجله ليکي د افغان سرتېرو له خوا د شپږ ناټو عسکرو چې د دوی په اصطلاح پر شنه د زرغونه برید بلل کېږي هغه ځکه چې زرغون د افغان پوځ او شین د ناټو پوځ نښه ده، په نتیجه کې اېتلافي ځواکونو له افغان ملي اردو او پوليسو سره له لویه سره ټول خو د تدبیري کچې ګډ عمليات ځنډولي دی او په ځانګړو حالاتو کې به عملیات د عمومي کمندانانو په منظوري ترسره کېږي.

مجله ليکي د اېتلافی ځواکونو وياند په دې خبره ټنګار کوي چې دوی به د روزنې او سلاکارۍ له مامورییته پرشا نه شي او د همدې مهمې موخې لپاره له تېرو یولس کالونو راهیسې په دغه هېواد کې په جګړه بوخت دي. د مجلې په وينا دا یو داسې بيان دی لکه ونه له ورایه شنه ښکاري خو دننه وچه وي.

د سهيلي اشيا لپاره د یوې څيړنيز ادارې کارپوه جوشوه فوسټ وايي، د روزنې مشن د روانې حکمت عملۍ بنياد دی، د دې ماموریت یا مشن بغير دغه تګلاره نه شي کاميابېدای، دی زياتوی چې له پرته جنګ بې مقصده دی، او په دې حال کې څوک هم نه شي کولای چې د مکملې تباهي لاره ونيسي.


بلخوا ګارډين ورځپاڼه ليکي په ټوله نړۍ کې ښځې په ورځني ژوند کې په کور کې دننه او په ټولنه کې امن راوستلای شي. خو چې کله په قامي او نړيواله کچه د خبرو او د امن په پريکړه خبره راشي نو هغوی په عالمي سطح خاموشه شي، ورځپاڼه ليکي دا د هغه رپورټ برخه ده چې د جګړو هوارولو ته متوازن لاره اختيار کړل شي.

ورځپاڼه ليکي د ګروپ اپ نومي ادارې په دې رپورټ کې د افغانستان، پاکستان، لايبريا، نيپال او سېریليون کې پر ښځو سروې شوېده، او دا يې مالوم کړي چې مقامي اوسيدنکې ښځې د امن په اړه زيات پراخ نظر لري چې پکې د دوی حقونو لکه له کورني تشدده ازادی، تعليم او صحت شامل دی.

ورځپاڼه ليکي د افغانستان تجربه يوه ډيره منفرد وه، په افغانستان کې د ښځو د سلاکارۍ او فيصلې کولو صلاحيتونه، په ټولنه کې د خبرو اترو له لارې اعتماد راوستل پر هره کچه ردول کيږي کله د قامی حکومتونو يا د نړيوال ټولنو او بيا کله ښځې پخپله ردوی او ورته اهميت نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG