د لاسرسي ځای

"له ایرانه د عراق له لارې شام ته وسلې وړل کېږي"




رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکا او نړیوال هیوادونه د ایران لخوا د عراق له فضايي لارو شام ته په وسلو وړلو اندیښمن دي، او پر عراق یې د مخنیوي غږ کړی.

رویټرز خبري اژانس لیکي، ایران غیر پوځي الوتکې استعمالوي، چې د شام ولسمشر بشر ال اسد ته وسله او نور ضروري سامانونه ورسوي. په شام کې له تیرو اتلسو میاشتو راهیسې د بشر ال اسد د واکمنۍ خلاف مظاهرې روانې دي. غربي استخباراتي ادارې رپوټ ورکوي، چې ایران د عراق له لارې شام ته وسله رسوي، ایران د شام یو مرستیال هیواد دی ، او په اړه یې دا ویل کیږي د بشر ال اسد سره مرسته کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې امریکایي چارواکو دا ویلي وو، دوی له عراقه دا تپوس کوي ، څنګه یې د ایران ملکي الوتکو ته اجازت ورکړی ، چې د دوی د فضايي حدودو له لارې شام ته لاړ شي.

د تیرې شورو په ورځ امریکایي سینیټر جان کیري وویل، که چیرې بغداد خپله دغه تګلاره بدله نکړه، نو دوی مجبوره دي دغه هیواد ته د مرستو په ورکولو فکر وکړي.

اخوا عراق داسې رپوټونه ردوي، او وايي، دوی چاته هم دا اجازه نه ده ورکړې ، چې د دوی له فضايي لارو شام ته وسلې ورسوي. رویټرز وايي دوی ته د استخباراتي ادارو لخوا داسې رپوټونه تر لاسه شوي دي، چې د ایران انقلابي ګارډ د عراق له لارې شام ته وسله رسوي.

رویټرز لیکي دغه وسله د شام ځواکونو ته وړل کیږې ، چې دوی یې د یاغیانو خلاف په جګړه کې استعمالوي، او د وسلې سره سره نور ضروري سامانونه هم د عراق له لارې شام ته رسیږې ، چې دا د نړیوالو لپاره یوه د اندیښنې وړ خبره ده.

د عراق د وزیر اعظم نوري المالکې میډیاېي سلا کار علي ال موسوي وايي دوی د استخباراتي ادارو داسې ټول رپوټونه ردوي، او زیاتوي دا ټول رپوټونه په دروغو ولاړ دي.

علي ال موسوي وايي، د دوی وزیراعظم غواړې د شام د مسلې یو پر امنه حل راوباسي، او هر هاغه هیواد چې د شام په مسله کې لاس وهنه کوي، او یا دغلته وسله وړي، باید بندیز پرې ولګول شي.

سېنیټر کیري په عراق کې امریکايي سفیر ته ویلي، باید دوی له عراقې حکومت سره دا مسله وڅیړي، چې د خپلو فضايي حدودو یو بل هیواد ته د وسلې د وړلو د استعمال نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG