د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي سپکاوي فلم پر هدایتکار د یوې اداکارې دعوا


د مذهبي سپکاوي فلم جوړونکی نکولا باسیلي نکولا په لاس اېنجلس کې د پوښتنو ګروژنو لپاره بیول کېږي.
د مذهبي سپکاوي فلم جوړونکی نکولا باسیلي نکولا په لاس اېنجلس کې د پوښتنو ګروژنو لپاره بیول کېږي.


یو امریکايي ادا کارې د هغه فلم پر مشکوک هدایت کار باندې دعوا کړې چې د مذهب د سپکاوي فلم یې جوړ کړې، د سنډيلي ګارشیا په نامه دغه اداکارې د لاس اینجلس په یو عدالت کې دعوا کړې چې پکې پر دغه هدایت کار د دهوکې ورکولو، رسوا کولو او قصداً په جذباتي تناؤ کې د اچولو تورونه لګول شوي دي.

ګارشیا پر نکولا باسیلي نکولا نومې دغه هدایت کار الزام لګولی چې هغه یې د نفرت نه ډک فلم کې د کار کولو لپاره تیر ایستلې ده، او هغې ته ویل شوي وو چې دا یو عام ایکشن فلم دی. دغه هدایت کار اوس ځان پټ کړی دی.

ګارشیا له عدالته دا غوښتنه هم کړې چې یو ټیوب ته ووايي چې دا فلم له خپله ویب سایټه وباسي، ځکه چې له کله دا فلم په عربي ژبه ترجمه شوی دی هغې ته د مرګ دهړکې ورکول کېږي.

ددې فلم خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کې قهرجنې مظاهرې شوي چې پکې په ځینو ځایونو کې تشدد هم رامنځ ته شوی دی. څو ورځې وړاندې په لیبیا کې په امریکايي کونسلېټ په یو برید کې د یوه امریکايي سفیر په ګډون څلور امریکایان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG