د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د هندوستان تر ۱۵۹ منډو ونه رسيد




بشير ګواښ مشال راډيو


پراګ:- د ۲۰۱۲ کال په شل اووريزکرکټ کپ کې افغانستان له هندوستان څځه په ۲۳ منډو ماتې وخوړه.

د افغانستان کيپتان پچه (ټاس) وګټله او هند ته يې د بيټينګ کولو وويل. د تل په څير لوبه د دواړو هيوادونو د ملي ترانو په غږولو پيل شول.

د هند د پيل لوله ښه نه وه. په څلورم اوور کې يې د ۲۲ رنزونو په کولو د سر دوه لوبغاړي، ويريندر سهواګ او ګوتم ګمبير د شاه پور ځدراڼ په بالونو اوټ شوي وو. خو وروسته د افغان لوبډلې له خوا خراب فیلیډينګ او د دريوو کيچونو غورځولو هندوستان ته د سمباليدو موقع ورکړه او افغانستان ته يې د ۱۵۹ منډې هدف وټاکه. ويرات کوهلي تر ټولو ډير ۵۰ سکور جوړ کړل.

د افغانستان له خوا شاه پور دوه، دولت ځدراڼ، کريم صادق او محمد نبي يوه يوه ويکټ واخیسته.

د هندوستان د ۱۵۹ په ځواب کې افغانستان د کپتان نوروز منګل او محمد شهزاد په لوبولو تيزه لوبه پيل کړه. محمد شهزاد په سټيډيم کې ناستو په زرګونو مينه والو ته د تفريح په برابرولو د هيلوکاپټر په نامه هغه شارټ هم وواهه چې په کرکټ کې هندي کپتان مهندر سينګ دوني ته ځانګړی دی او شهزاد يې تر لوبې مخکې د وهلو وعده کړي وه.

افغان ننداره کوونکي که څه هم ډير نه وو خو د هيواد د سور، تور، زرغون بيرغ په خوځولو، په چيغو او چکچکو يې د خپلو لوبغاړو هر ګام ستايه او داد يې ورکاوه.

کله چې شهزاد او نوروز منګل اوټ شول، له محمد نبي بغير نور افغان لوبغاړي تر ډيره پاتې نه شول. ټول په شلم اوور کې د ۱۳۶ رنځونو په کولو سره اوټ شول او په دې توګه يې په ۲۳ منډو وبايلله.

د هندوستان ويرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د لوبې له ختميدو وروسته هندي کپتان مهندر سينګ دوني لوبه سخت او ښه وبلله. د نوموړي افغان سيال، نوروز منګل وويل چې بې تجربې لویډلې يې ځينې غلطيانې وکړي خو په عمومي ډول د تير په پرتله ښه وو. هغه زياته کړه: ((ډيره ښه لوبه مو وکړه. لکه څرنګه چې تمه وه زموږ لوبغاړو ښه لوبه وکړه. د ځينو غلطو شارټونو له وجې مو ويکټې وغورځيدي خو [هند] د ۱۵۹ هدف پورې قابو کول ښه لوبه ده. فیلډينګ ښه ونه شو خو د [کيچونو غورځولو] کوم خاص فرق ونه کړ.))

د يادونې وړ ده چې هندوستان د پنځوس اووريزو نړيوال کپ په شان د شل اووريز نړيوال کپ اتل هم پاتې شوی خو افغانستان يوازې يو څه کاله دمخه نړيوالو لوبو ته راوتی.

افغانستان به خپله بله لوبه د جمعې په ورځ د تير نړيوال شل اووريز کپ د اتل، انګلیستان سره کوي.

XS
SM
MD
LG