د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزنې کې طالبان ولسوال ووژل شو




افغان چارواکي وايي چې د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې د مقر ولسوالۍ د پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او شپږ ملګري يې ژوندي نيول شوي.

د چارواکيو په خبره تر عملياتو وروسته بهرنيو سرتېرو ته د وسله والو طالبانو سپکې او درنې وسلې او نور چاودېدونکي توکي هم لاسته ورغلي دي .

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې دغه عمليات بهرنيو سرتېر د مقر ولسوالۍ په چهادرېوال سيمه کې کړي او نيول شوي کسان يې هم له ځان سره وړي دي.

د ده په خبره د عملياتو کې بهرنيو سرتېرو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

(( عمليات سپېشل فورس په مقر ولسوالۍ کې کړي چې پکې د طالبانو ولسوال او درې نور طالبان وژل شوي او شپږ نور نيول شوي دي. نيول شوي کسان ټول بهرنيو سرتېرو له ځان سره وړي دي ))

چارواکي د مقر د پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال نوم ملا عبدالله ښيي. خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوې ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاڅون کوونکيو تر مېنځ نښته شوې وه چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

سید شاه سقیم کندهار

XS
SM
MD
LG