د لاسرسي ځای

د پاکستان فلمي صنعت یوازې په پښتو فلمونو ولاړ دی



هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- که څه هم د پاکستان فلمي صنعت د بل هر وخت په پرتله له ډېر سخت بحران سره مخامخ دی، چې په کې اوسمهال خال خال د اردو او پنجابي فلمونه جوړېږي خو پښتانه فلمسازان ادعا کوي چې پښتو فلمونو په دا وروستيو کالونو کې ترقي کړېده. په تېر وړوکي اختر د پېښور په سينېما ګانو د پښتو پينځه نوي فلمونه نندارې ته وړاندې شول، چې ويل کېږي هر يو په خپل خپل ځای ښه کاروبار وکړو. د پښتو کيسټونو مارکېټ هم ویل کېږي د دغو فلمونو سندرو نيولی دی.

د پښتو فلمونو وتلي ډايريکټر لياقت علي مشال راډيو ته وويل، چې د پاکستان فلمي صنعت دا مهال د پښتو په فلمونو ولاړ دی. ده زياته کړه، فلمونه يې ښه چلېدلي دي.

(( تېر اختر ته په ريليز شويو ۱۳ فلمونو کې ۱۱ د پښتو او ۲ د پنجابۍ ژبې دي. د پاکستان فلم انډسټري يوازې په پښتو فلمونو چليږي. دا زموږ خوش قسمتي ده چې خلک اوس هم د فلم کتو لپاره راځي. زموږ د فلمونو معيار که څه هم هغسې ښه نه دی خو بيا هم موږ هڅه کوو چې ښه فلمونه جوړ کړو. دا ځل په اختر کې ټول فلمونه ډېر ښه لاړل.))

خو د پښتو پېژندل شوی شاعر او په پېښور کې د راډيو پاکستان ډايريکټر لايق زاده لايق وايي، چې د پښتو په اوسنيو فلمونه کې ځينې پښتني قدرونو تر پښو لاندې کېږي او دا چې په ترڅ کې يې يوازې د فلم څو تنه جوړوونکي مالي ګټې تر لاسه کوي.

(( دا وخت چې د پښتو کوم فلمونه روان دي، نو که څوک دا خبره کوي چې دا پښتو ته وده ورکوي نو زه ورسره قطعاًً موافق نه يم، ځکه چې د دې فلمونو په ذريعه زموږ کلتور ته ډېر زيات نقصان رسېږي. دا کتل غواړي چې د دې فلمونو نندارې ته کوم خلک ځي او ذهني سطح يې څومره لوړه ده. يو خو دا ده چې خلک په ټينشن کې دي، امنييتي حالاتو پريشانه کړي دي، نو په دغه طريقه غواړي چې د خوشالۍ څو لمحې لاس ته راوړي. خو دوئ چې څه ګوري نو کوم ښه تاثر نه ترې اخلي.))

لياقت علي بيا هغو نيوکو ته په کتنه چې کتونکي يې د پښتو فلمونو په معيار کوي، وويل چې ده او ملګرو فلمسازانو يې هڅې کړي په نويو موضوعاتو او ښه فلمونه جوړ کړي.

(( څه موده مخکې زموږ فلمونه ډېر بدنام وو. خو اوس په کې کافي بهتري راغلې ده. د يو فلم ټول کارونه ډايرېکټر او پرډيوسر په خپل سر پر مخ بیايي. د حکومت له اړخه هيڅ مرسته نشته. په کار وه چې حکوت سينيماګانو ته سيکيوريټي ورکړی واﺉ، نشتر هال يې ورته ورکړی واﺉ، خو د افسوس خبره ده چې حکومت داسې هيڅ اقدامات نه کوي. ))

ځوان موسيقار شاکر زيب، چې د نویو پښتو فلمونو لپاره موسيقي جوړوي، وايي چې اوس مهال د پښتو موسيقۍ اوريدونکي زياتره همدغه فلمي سندرې خوښوي.

(( په موجوده دور کې تر ټولو زيات د فلمي موسيقۍ کيسټونه خرڅېږي. په يو فلم کې تقريباًً شپږ اووه سندرغاړي وي. ښه طريقې سره يې پبلېسېټي وشي. ميوزک بيا نو د ټولو فلمونو يو شان ښکاري. تر کومې چې د شاعرۍ خبره ده نو موږ کوښښ کوو چې داسې څه په کې را نه شي لکه، په محبت کې مې جانان رانه کوکۍ غواړي.))

لايق زاده زياته کړه چې فلم د يوې ټولنې په اصلاح کې اغېزناکه رول لوبولای شي، خو هله چې د دغه مقصد د تر لاسه کولو لپاره په سنجيدګۍ سره کار وشي.

(( فلم انډسټري شوه، راډيو شو، ټيلي وېژن شو، دا هغه بنيادي ستنې دي چې خلکو ته د ژوند يوه نوې او پرمختللې لاره ښيي. نو بايد چې زموږ فلمسازان او فلم پروډيوسران په دې خبره سوچ وکړي چې دوئ د يوې داسې ژبې او قام نمايندګي کوي چې هغه خپل کلتور او خپل روايات لري، نو دوئ به وکولای شي چې د قام خدمت وکړي. ما يو شعوري کوښښ کړی وو چې په فلمونو کې ښې سندرې راشي، خو اصل مساله د هغو د وېډيو ده. د نورو ژبو زنانه راځي او د خپل وجود د اندامونو نمايش په کې کوي. دا زموږ لويه بدبختي ده او په دې اړه بايد زیاته پاملرنه وشي. ))

هم د لايق زاده په خبره، حکومتي ادارې هم مسولې دي چې د ښو او اصلاحي فلمونو د جوړېدو مرسته او د خرابو هغو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG