د لاسرسي ځای


روح الله انوري

کونړ:- دنورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې دچارشنبې په سهار دوسله والو طالبانو او ددولتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوي چې په جګړه کې ښکیلې خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.
دنورستان امنییې قومندان بیا دعوه کوي چې تراوسه یې نهه تنه وژلي چې جسدونه یې دجنګ په میدان کې پراته دي.

دنورستان ولایت امنییې قومندان سمونوال غلام الله نورستاني په ټلیفون مشال راډیو ته په خبرو کې ادعا وکړه، چې دچار شنبي سهار پنځه بجې په سلګونو وسله والو طالبانو چې پاکستاني پوځونه یې هم مرسته کوي .دکامدیش په ولسوالۍ برید کړی.

((څه پاکستانۍ ملیشې ،څه له ناړۍ ،غازي اباد او له کونړه وسله وال راټول شوي دي او غواړي چې دکامدیش ولسوالۍ ونیسي. خو زموږ ځواکونه یې مقابلې ته چمتو دي. تراوسه یې پکې دقومندان حیات الله په ګډون دوسله والو طالبانو ۹تنه ول شوي دي. یو پولیس وژل شوی او دري تنه نور ټپیان دي.))

هغه وایي، له دوئ سره ملي اردو، سرحدي، محلي پولیس او هوایې ځواکونه پوره همکاري کوي. او هوایې ځواکونو په سیمه کې بمباري کړې چې تراوسه یې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات په نه لري. د کامدیش ولسوالۍ له ګاونډ، د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه په رارسیدلو راپورونو کې ویل شوي چې پر بریکوټ د هوان یو توغندۍ راتوغول شوي چې دولسوال ګلزمان په وینا دوه تنه ولسي وګړي پکې ټپيان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي چې دکامدیش په جګړه کې یې ګڼو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي ده. هغه د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

کامدیش او برګیمټال ولسوالۍ دپاکستان له چترال سره شریکه پوله لري چې ډیری وختونه پکې دوسله والو طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي.

XS
SM
MD
LG