د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شیعه زیارتیانو برید، ۴ووژل شول تر ۱۰ زیات ژوبل


دا د شیعه زیاتیانو هغه کنډکپر بس دی چې له مستړنګ سره نژدې د سړک غاړې بمي چاودنې وران کړ. ۱۸م سپټمبر ۲۰۱۲
دا د شیعه زیاتیانو هغه کنډکپر بس دی چې له مستړنګ سره نژدې د سړک غاړې بمي چاودنې وران کړ. ۱۸م سپټمبر ۲۰۱۲

خدای نور ناصر مشال راډيو


کوټه:- د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پر هغه يوه بس برید شوی، چې په کې شیعه زیارتیان له تفتانه کوټې ته راروان وو. په دې بمي چاودنه کې څلور شیعه زیارت کوونکي وژل شوي او د درې تنه لیويز سرتیرو په شمول تر لس زیات کسان ژوبل شوي دي. د پېښي مسوولیت جیش الاسلام نومې وسله والې ډلې منلی دی.

د مستونګ سیمې د لیويز چارواکوپه خبره د سېشنبې په ماځیګر پر هغه يوه بس برید شوی، چې له تفتانه د کوټې پر لور رهي او شیعه زیارتیان په کې وو. د یادې سیمې ډپټي کمشنر عرفان غرشین تر پېښي سمدستي وروسته مشال راډيو ته د دریو مړيو تائيد وکړ. خو وروسته بیا يوه بل ټپي روغتون پر لاره ساه ورکړه. ډپټي کمشنر مستونګ د پېښي په اړه وویل:

؛ بس په مکمله توګه سوځل شوی دی. دوه مړي په بس کې دننه پاتې شوي وو، چې همدا اوس مو ترې راو ایستل. ټول درې تنه په کې وژل شوي او د بس د بدرګې د دریو لیویزو په شمول تر لس زیات کسان ټپیان دي. دا پېښه خاص د غونجه ډوري په سیمه کې شوې ده؛

عرفان غرشین په خپلو خبرو کې زیاته کړه. له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري، چې همدا ځانمرګی برید دی. خو وروسته بیا هم یاد ډپټي کمشنر وویل: برید ځانمرګی نه، بلکې د سړک پر غاړه ښخ بم وو، چې د بس له تېرېدو سره سم ورباندې چاودېدلی.

د ویلو وړ ده چې څو میاشتې وړاندې پر همدې لاره پر شیعه زیارتیانو ترپر له پسې بریدونو وروسته د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت د شییعه زیارتیانو د د بدرګې له پاره لیویز هم ګمارلی دی. خو د بدرګې سره سره پر زیارتیانو بریدونه دوام لري.

که څه هم پر زیارتیانو د تېرو ډېری بریدونو پړه وسله والې ډلې لشکر جهنګوي منلې، خو د سېشنبې د ورځې د برید مسوولیت جیش الاسلام نومې وسله والې ډلې قبول کړی دی . +

XS
SM
MD
LG