د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سایسنسپوهان د پاکستان د غنمو فصل ښه کوي



مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- په اسلام آباد کي د امريکاي سفارت خانی لخوا خپري شوی يوي خبر پاڼی له مخه دوه لوړ پوړ و امريکايی زرعي ساينسدانانو په دی تيرو ورځو کي پاکستان ته په دې موخه سفر وکړو چي پاکستاني زرعي ساینسدانانو او د غنمو د کر زميندارانو سره ووینی، او هغوی سره په پاکستان کې د غنمو فصل ته چې کومې ناروغي پيښې دي د هاغو د مخنيوی لپاره کار وکړی. د دغو ناروغو له امله په پاکستان کې د غنمو فصل ته سخت زيان رسي چې له وجې یې نه دا یوازې پيداوار کم دی بلکې مالي امدن یې هم کم شوی دی.

بیانيه زياتوي چې تیره اونۍ دغو سانیسدانانو د پاکستان زرعي تحقیقاتی ادارې، د جوارو او غنمو د پيداوار د زياتولو د نړۍ والې ادارې، او په للمو زمکو د زراعت په اړه دنړۍ والې تحقيقاتی ادارې لخوا برابر شویو زرعي سیمینارونو او غونډو کې برخه واخیسته، او په پاکستان کې د غنمو په پيداوار کې د زياتوالي د هغه پروګرام چې د امريکا د حکومت په مرسته روان دی ، د هغوی د هلو ځلو جاج واخیستو،

د بيانيیې له مخې د پاکستان په مري غريزه سیمه کې د زراعت په يوه ليبارټري کې له پاکستاني ساینسدانانو سره په خبرو کې د امريکا د سټیت ډیپارټمنټ د زرعي څانګې مرستیال مشر ډاکتر کې والکر سايمنز وويل چې غنم د پاکستانيانو د ژوند يو مرکزي برخه ده او په دغه هيواد کې په ليري پرتو سیمو کې د ميشتو خلکو د ژوند دار آو مدار په غنمو ولاړ دی.

ډاکټر سايمنز وويل چي د غنمو په پيداوار کي د زياتوالي لپاره به دوی پاکستاني زرعي ساینسدانانو سره په راتلونکې وختونو کې په ګډه کار کوي او دا ډول تخمونه به پيدا کوي چې ناروغي ورته نه ولګېږي او د نورو زيان رسونکو چينجو او ماشو پر ضد مذاحمت هم کولای شي. چې له وجې به يې پاکستاني کروند ګرو ته مالي ګټه زياته وي.



XS
SM
MD
LG