د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت سویس چارواکو ته په خط ليکلو راضي شو





حکومت سویس چارواکو ته په خط ليکلو لپاره رضامندي ښودلې ده او وزيراعظم راجه پرويز اشرف د خط ليکلو اختيار د قانون وزير ته ورکړو.

نن د نهې په ورځ وزيراعظم راجه پرويز اشرف سویس چارواکو ته خط نه ليکلو د عدالت سپکاوي په نوټس د سپريم کورټ ۵ کسیزه جرګګۍ ( بنچ) چې مشري يې جسټس آصف سعيد کهوسه کوله په وړاندي حاضر شو.

د اوريدنې دوران وزيراعظم عدالت ته وويل، چې سویس چارواکو ته د خط ليکلو لپاره يي د قانون وزير فاروق ايچ نائيک ته اختيار ورکړی دی.

په دې موقع جسټس آصف سعيد کهوسه په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د خط مسوده دې تر لېږلو مخکې عدالت د کمي بېشي لپاره عدالت ته وښودل شي.

عدالت د قانون وزير ته د خط مسوده تيارولو لپاره د روانې مياشتې تر ٢٥ مې نيټي پوري مهلت ورکړو .

د عدالت له ودانۍ بهر مطبوعاتو سره په خبرو کې د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير قمر زمان کایره وويل،چې نن عدالت ته وړاندي کيدو ورستو وزيراعظم سپريم کورټ ته وويل چې په تير تاريخ کې ما دا ګزارش کړی وو چې دی به مخلصانه کوښښ کوي چې دا معامله حل کړي او وزيراعظم نن د عدالت په وړاندي د قانون وزير ته هدايت ورکړ چې د آئين پيرا ١٧٨ عملدرامد لپاره دې ضروري اقدامات وکړل شي.

نوموړي زياته کړه چې عدالت د قانون وزير ته د ٢٥ نيټي پوري مهلت ورکړو چې خط مسوده تيارولو ورستو دې عدالت ته وړاندې کړل شي او تر هغې به وزيراعظم د قانون له وزارت سره سلا مشوره هم وکړي.

د قانونې چارو کارپوه بيرسټر باچا مشال راډيو ته وويل، چې حکومت خو اول خط ليکلو ته تيار نه وو او که اوس تيار شو نو پکار ده چې سپريم کورټ ورته وويلي واﺉ چې فورا دي سویس چارواکو ته خط وليکل شي، د دې مسودي پکې څه ضرورت و چې اول به حکومت عدالت ته مسوده وړاندي کړي او که مسوده کې څه بدلون ضرورت راپيښ شو نو بدلون به پکې وکړي.

بېرسټر باچا وايي د ده په اند دا د وخت ضايع کولو لپاره يوه پلمه ده.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG