د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: وسله وال د سولې بهير سره يو ځای شول




بازمحمد عابد، مشال راډيو

په ننګرهار کې کې ۲۴ تنه د دولت وسله وال مخالفين د خپلو درنو او سپکو وسلو سره د سولې له بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار والي ګل اغا شير زي د سولې له بهير سره د وسله والو مخالفينو يو ځای کيدل د ننګرهار د ولسونو له پاره د وياړ ځای وګاڼه. نوموړي وويل:

« د ننګرهار د څلورو ولسواليو ۲۴ تنه وسله وال چې ښه ماډرن وسله ورسره وه، دوی راغلل او د سولې له بهير سره يو ځای شول او د خلکو د وينو تويولو څخه لاس په سر شول چې دا زما لپاره د ننګرهار د ولسونو لپاره ډير د خوشحالۍ ځای دی.»


د دغه ګروپ قوماندان خير محمد اخوند وايي، چې په تيرو اتو مياشتو کې يې د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې د دولت او ولس په خلاف ډير فعاليتونه تر سره کړي دي.

« په دا اتو مياشتو کې مو د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو لکه اچين، سپين غر، نازيان، کوټ او بټي کوټ کې د دولت او عوامو په ضد فعاليتونه تر سره کول. پخوا په پاکستان کې زموږ منګلی مشر و او اوس د دوست محمد امر په نوم چې د اسلامي امارت مشرانو ته يې په تيرا کې مرکزونه ورکړي، هغه ورته هدايات ورکوي د هغوی په اساس يې موږ له يې بيلابيلې وسلې راکولې، پلونه مو نړول، امريکايانو سره مو مخ په مخ جنګونه کړي او هغه څه چې د افغانستان د حکومت او عوام په ضد وو، هغه کارونه موږ کول.»

د نظر لال په نوم د ګروپ يو بل تن وايي چې د بې روزګارۍ له وجې يې وسله را اخيستی وه، اوس له دولت نه غواړي چې د کار زمينه ورته برابره کړي.

« دوه کاله کيږي چې په پاکستان کې د طالبانو سره ملګری شوی يم. موږ ته به يې تربيه راکوله او افغانستان ته به يې د ورانکاريو لپاره راليږلو. موږ به مخ په مخ جګړې کولې، ماينونه به مو ښخول، مکتبونه به مې سوځول، هر هغه څه به مو کول چې موږ ته به ويل شوي وو. موږ ته يوازې د جيب خرڅ راکول کيده او دا به راته ويل کيدل چې په افغانستان کې کافران دي او تاسو تکړه شیء جنګ ورسره وکړیء. دا هر څه زموږ د بې روزګارۍ له وجې کړي، موږ له حکومته غواړو چې روزګار راته برابر کړي.»

د ننګرهار سولې بهير ولايتي دفتر مشر ملک نذير وايي، چې دوی ته به د دوی له غوښتنو سره سم په کار وګمارل شي.

« هر کار چې دوی وغواړي موږ يې ورته ورکوو، که څوک ملي اردو ته ورځي هم يې ليږو، که څوک ملي پوليسو ته ځي هم يې خپله خوښه ده او که د فواعد عامي په چوکاټ کې کار کوي نو ۲۵۰ ډالره مياشتيني معاش ورکول کيږي.»

د يادولو ده چې په ننګرهار کې له تيرو اتو مياشتې راهيسې د سولې د عالي کميسيون ولايتي څانګې په کار پيل کړي چې په څلورو دورو کې تر ۱۳۰ تنو پورې د دولت وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG