د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د جمعیت اسلامي یو مشر او ۵ نور تنه ووژل شول




د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچۍ کې د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښې دوام لري ـ د تاو تریخوالي په تازه پېښو کې د جماعت اسلامي ګوند د سېمه ایز مشر په ګډون شپږ کسان ووژل شول ـ

پولیس وایي د ګل او نهې په منځنۍ شپه د ښار نارت ناظم اباد په سېمه کې نامالومه موټر سایکل سورو په یو ګاړي ډزې کړې چې په ترڅ کې یې د جماعت اسلامي ګوند سره تعلق لرونکی ډاکټر پرویز محمود او د هغه ملګری خلیق ووژل شول ـ د جماعت اسلامي د کراچۍ ویاند سرفراز مشال ریډیو ته وویل، چې ډاکټر پرویز محمود د لیاقت اباد ټاون پخوانی ناظم او ددوی ګوند له مخکښو مشرانو څخه وو ـ

د جماعت اسلامي مرکزي امیر سید منور حسن د ډاکټر پرویز محمود وژنه په سختو ټکو وغندله ـ نوموړي وايي، هغه ته تېرې څه مودې راهیسې د مرګ ګواښونه کیدل ـ او هغه د ډاکټر پرویز محمود و ژنې تور په متحده قامي مومنټ ولګولو :

((ډاکټر پرویز محمود ته به هر وخت ګواښونه ورکول کیدل ـ ځکه چې ځینو خلکو هغه نه برداښتولو ـ په لیاقت اباد کې د خپلې ناظمۍ په زمانه کې هغه د خلکو خدمت کړې وو ، ځایي خلک د هغه ملګري ول او ددې خبرې ایم کیو ایم ته هم پته وه ـ ما او ډېرو نورو خلکو ته دامالومه وه چې ایم کیو ایم به د هغه سره دغسې څه کوي ، لکه پرون یې چې ورسره وکړل ))

بلخوا ته د متحده قامي مومنټ چارواکو د جماعت اسلامي د امیر تورونه رد کړي او د ډاکټر پرویز محمود وژنه یې غندلې ده ـ

د تشدد نورې پېښې د ښار په ګارډن،ګرین ټاون او ګلستان جوهر په سیمه کې مخې ته راغلي دي ـ
د ژغورنې ادارې وایي د ګارډن له سېمې څخه ورته په بوریو کې د بندو درې کسانو مړي په لاس ورغلي دي ـ وژل شوي درې واړه کسان بلوچان دي او د ښار د چاکیواړي استوګن دي ـ

یوه بله ورته پېښه د ښار ګرین ټاون په سېمه کې مخې ته راغلی ده چې د پولیسو په وینا د نامالومه کسانو په ډزو د ډاکټر شهزاد په نوم تن پکې وژل شوی دی ـ

ددې ترڅنګ د ګلستان جوهر په سېمه کې نامالومه کسانو د متحده قامي مومنټ په سېمه ایز دفتر د لاسي بم حمله کړې ده چې په ترڅ کې یې دیاد ګوند درې پلویان سخت ژوبل شوي دي ـ

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د تشدد پېښې دوام لري ـ په دغو پېښو کې زیاتره وخت دسیاسي او مذهبي ګوندونو د عهدیدارانو او پلویانو ترڅنګ غیر سیاسي خلک هم په نښه کیږي ـ

سند حکومت په ښار کې د امن د ټېنګښت په موخه د پولیسو تر څنګ د رینجر ځواک سرتیري هم ګمارلي دی خو بیا هم د هدفي وژنو او اخ ډب پېښې دي چې لا هم دوام لري ـ

XS
SM
MD
LG