د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د پوليس او مظاهره چیانو نښته، یو مړ ګڼ ژوبل




کراچۍ : د مذهبي سپکاوي په موضوع جوړ شوي فلم په ضد د سیند صوبې په دوو لویو ښارونو کراچۍ او حیدراباد کې مظاهرې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده ـ

د کراچۍ د پولیس په وینا مظاهرې هغه وخت د جګړې شکل اختیار کړو کله چې قهرجنو مظاهرینو په مولوتمیزالدین سرک واقع د امریکا قونسلګرۍ په لور د تللو کوشش وکړو ـ

د مظاهرینو د مخنیوي په موخه پولیسو هوایي ډزې وکړې او اوښلن ګیس یې وکارول ـ ددې ترڅنګ پولیسو په مظاهرینو تېزې اوبه هو وروغورځولې خو بیا هم قهرجن مظاهرین د امریکې د قونسلګرۍ مرکزي دروازې ته په رسیدو کې کامیاب شول ـ پولیس وایي په دغه وخت کې مظاهرینو د قونسلګرۍ په ودانۍ کاڼي ورول شورو کړل او ځینو مظاهرینو د دننه تللو هڅه وکړه چې په دغه وخت کې د پولیسو په ډزو یو تن ووژل شو او یو شمیر مظاهرین ژوبل شول ـ

د مجلس وحدت المسلمین ویاند علي احمر زیدي مشال ریډیو ته ددوي له خوا د ترسره شوې مظاهرې په باب وویل:

(( کله چې مو لاریون د امریکا د کونسلیټ ودانۍ ته نزدې ورسید، نو پولیسو پر لاریون کونکو ډنډې ورول شورو کړل خو بیا هم زموږ لاریون کونکي د امریکې قونسلیټ ودانۍ ته په رسیدو کې کامیاب شول ـ په دغې وخت کې پولیسو پر موږ ډزې وکړې چې پکې یو شمیر ملګري مو سخت ژوبل شول ـ پولیسو زموږ ګڼ شمیر ملګري نیولي هم دي ـ ددې لاریون مقصد مو دا و چې له حکومته دا وغواړو چې له پاکستانه د امریکا سفیر وشړل شي او له امریکا سره دې تعلقات ختم کړي ))ـ

د علي احمر په وینا په زخمیانو کې د علي رضا نقوي په نوم د یو تن په سر کې ګولۍ لګیدلې ده چې له امله یې دهغه روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی ـ

پولیس چارواکي وایي په پېښه کې تر لسو زیات پولیس ژوبل شوي اولاریون کونکو د امریکا قونسلګرۍ مخې ته واقع د پولیس چوکۍ هم سوځولې ده ـ د وروستو قهرجن مظاهرینو د کراچۍ په لوي سړک ایم ای جناج روډ واقع د نمایش چورنګۍ په سېمه کې احتجاجي ناسته وکړه او سړک یې د ټریفک په مخ وتړولو ـ

د ژغورنې ادارې وایي دغه وخت قهرجنو مظاهرینو د پولیسو څلور ګاړو او دوه پټرول پمپونو ته اور واچولو ـ مظاهرینو د پولیسو له خوا د نیول شویو لاریون کونکو د خوشي کولو غوښتنه یې کوله ـ شپې تر ناوخته د مظاهرینو او پولیس چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې بیا روستو د پولیسو له خوا دنیول شویو مظاهرینو د خوشې کولو روستو دغه احتجاجي ناسته ختمه کړه ـ

هلته بیا د سند صوبې په دویم لوي ښار حیدراباد کې هم د مذهبي سپکاوي په موضوع د جوړ شوي فلم په سر مظاهرې شوي دي ـ چې په ترڅ کې یو تن وژل شوی دی ـ ځایي رسنۍ د سېمې د پولیسو له خلې وایي چې پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو په مظاهره کې د ګډون لپاره دوکاندارانو ته د دوکانونو د بندولو او په مظاهره کې د ګډون لپاره هوایي ډزې وکړې ـ د ډزو په نتیجه کې د لال خان سولنګي په نوم یو دوکاندار په سر کې په ګولې د لګیدو له امله وژل شوی دی ـ

ددې نه علاوه په لاهور ،ملتان،پېنډۍ ، اسلام اباد،کوټه او پېښور کې هم د یاد شوي فلم په ضد د بېلا بېلو مذهبي ګوندونو لخوا مظاهرې شوي دي ـ

XS
SM
MD
LG