د لاسرسي ځای

باید حکومتونه او پوځ د ماینونو د لرې کولو په لړ کې کار وکړي


مجید بابر

پراګ- د خيبر پښتونخوا د کوز دير په جندول سیمه کی د سړک غاړې ښخ کړل شوې بمې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوې او شپږ نور ژوبل شوې دي.

دا څه لومړۍ ځل نه دی چی په ياده شوې او په قبايلي سيمو کي چرته چي د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ عمليات کوي دا ډول مرګ ژوبله رامخې ته کيږي چی وجه ی د سړک د غاړی ښخ بمونه او يا هغه چاؤنکې توکې دي، چي وسلوالو په دغو سیمو کې پريښې او يا ی ښخ کړې دي.

په پیښور کی د دفاعې چارو کار پوه او د قبايلی سيمو لپاره د امنيت پخواني سیکتر بريګیډیر محمود شاه واېي چی د دوو ملکونو تر مینځ کله هم وسله واله شخړه پای ته ورسی نو د نړی وال قانون تر مخه بيا په جګړه کی ښکیل حکومتونه يو بل ته د غوړيدلو بارودي سرنګونو نقشې ورکوي چی عام ولس ته څه زيان ونه رسیږي، خو د محمود شاه په خبره موجوده شخړه کي ددغه نړی وال قانون خيال نه ساتل کیږي.

په خيبر قبايیلی سيمه کي د پوځ يو وياند میجر فضل مشال ريډيو ته اووييل چی کله هم وسله وال طالبان د پوځي عملياتو نه پس په شا کيږي، نو بيا په هغو سیمو کی د سړک د غاړی ښخ بمونه او بارودي سرنګونه پريږدي، ددي پوښتني په ځواب کی چی آيا د پاکستان پوځ د عام ولس د خبر تيا او پيژندګلو لپاره کوم پروګرام لري ، نو ميجر فضل وايي(( موږه وخت په وخت دا ډول کمپاین چلوو ، خلکو ته د پمفلټونو او نورو وسیلو له لاري دا وايو چی د سړک د غاړي د ښخو بمونو او بارودي سرنګونو نه به څنګه ځانونه خوندي ساتۍ، او د ورته د دغو چاؤنکو توکیو د پيژندګلو نښي هم ښايو ، خو موږ پدې لړ کی کوم يو باقعده پروګرام نه لرو ځکه چی موږه زيات وخت په عملياتو کی مصروفه يو))

دا چي په خيبر بښتونخوا او دی سره په اړوندو قبايیلی سیمو کی کومه وسله واله شخړه روانه ده آیا په هغي کی د بشرې حقونو او نړي والو قوانینو خيال ساتل کیږي او که نه، ، د پاکستان د بشري حقونو د کميشن يو مشر شیر محمد خان وايي، چي په کومو سیمو کی شخړې روانې دي او يا تيرې شوې دي، دا د پاکستان د پوځ ذمه واري ده چی د هغو سیمو نه بارودي سرنګونه صفا کړي، او عام ولس ته پدې اړه پوهه ورکړي.

بريګيډير محمود شاه دا هم واېي چی عام ولس له پکار دي چی په خپل چاپيريال نظر ساتي او خپلو ماشومانو او ښځو ته هم دا پوهه ورکړي چي څنګه به د بارودي سرنګونو پيژندګلو کوي، او د سړک د غاړي د ښخو شوو بمونو نه ځانونه خوندي ساتي.
XS
SM
MD
LG