د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د پښتنو د اقدارو ختمولو لپاره استمالیږي


ژباړه: بشیر ګواښ
سرچینه: یوروایشیا

يورو ایشيا ريويو جرنال يوه څيړنه خپره کړي چې پکې راغلي طالبان د پښتنو د اقدارو د ختمولو، پښتونولۍ د ورکولو او د هجرې او جرګې سيسټم د له منځه ورړلو لپاره کاريږي. په ليکنه کې ويل شوي چې پښتانه بايد د دوی د مستقبل د خرابوونکو خلکو له ارادو خبر شي.

يورو ایشيا ريويو جرنال ليکلي چې پاکستان د پښتنو قبيلوي جوړښت کمزوري کولو په لړ کې د شدت پسندئ او طالبانو په رامنځته کولو سره افغانستان کمزوری کړی. جرنال ليکلي چې د پاکستان دې کار ته دوی ته د پښتنو ناپښتونه کول وايي. په دې څيړنه کې راغلي چې د دې کار د مخنيوي لپاره بايد عامو خلکو ته طالبان په سمه توګه وروپيژندل شي او د هغوی له ارادو خبر کړل شي.

يورو ایشيا ريويو جرنال ليکي چې افغانان د ولسمشر حامد کرزي له درغليوو ډکې ادارې، طالب اورپکو او بهرنيو پوځيانو ترمنځه په تشدد کې ایسار پاتې دی. پر افغانانو داسې خلک حکومت کوي چې زور يې د ټوپک په لرلو کې دی. جرنال ليکي چې افغانستان کې د ښه مشر کمی دی او پښتانه د طالبانو د پلک او د کرزي حکومت د سندان ترمنځ ایسار دي او کومه بله سياسي لاره نه لري.

يورو ایشيا ريويو جرنال ليکلي چې پاکستان له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د طالبانو په کارولو سره افغانستان د ترهګرۍ په جاله بدل کړی او کوشش يې کړی چې د پښتنو د کلتوري اقدارو په ختمولو سره په دوی کې د عربانو کلتور ته وده ورکړي او سخت دريځه يې کړي. طالبان پښتانه مشران وژني او راتلونکي نسل په تياره کې ساتلو لپاره سکولونه په بمونو الوځوي. جرنال ليکي چې طالبانو کوشش کړی چې افغانان د خپلو جرګو مرکو پر ځای د مدرسې او ملا خواته لاړ شي او که څه هم پښتونولي له اسلام څخه څلور زره کاله پخوانۍ ده خو اوس حالت دا دی چې د جرګو سړي، قومي مشران د ملایانو په مخ کې بې وسه دي.

يورو ایشيا ريويو جرنال ليکي چې په افغانستان کې طالبانو اسلام په غلطه استعمال کړی او ټولنه يې په اقتصادي، سياسي، کلتوري او تعليمي توګه کمزوري کړي. په څيړنه کې راغلي چې افغانستان دا مهال د پرمختګ پر لاره روانيدو لپاره ، يو افغان پاله سياسي تحريک يا ګوند ته ضرورت لري خو د پاکستان او طالبانو له خوا د پښتنو د ذهنيتونو وربدلولو د روانې لړۍ له وجې دا ممکنه نه ښکاري.

په ليکنه کې پر امريکا او ناټو غږ شوی چې د پښتنو د زړونو د ګټلو لپاره دې د تعليم يافته پښتنو له لارې د اولس سره اړيکې ونيول شي، جرګې او شوراګانې دې وشي او هغوی دې له ورپيښو خطرونو خبر کړل شي.

يورو ایشيا ريويو جرنال ليکلي چې پښتانه بايد پر دې خبره پوهه کړل شي چې پاکستان د طالبانو له لارې اسلام د يو سټريټيجيکې وسلې په توګه کاروي او دوی بايد د خپلو اقدارو د ساتلو لپاره د راولپينډۍ د مافيايي ملګرو طالبانو څخه ځان خلاص کړي.
XS
SM
MD
LG