د لاسرسي ځای

ظفرکریمي


د کراچۍ ښار د زړې او تاریخي علاقې شیرشا له پله نه څو میټره ور آخوا د بلدیه ټاون په سېمه کې هغه څلور پوړیزه ودانۍ اوس هم هغه شان ولاړه ده ـ د ودانۍ خړبخن رنګ او لویو لويو چاودونو او لوګي وهلي دیوالونه لکه د غم ځپلو انسانانو د رنګونو، زړه چاودونو او د اهونو غمازي کوي.

د انسانانو رنګونه به ولې دغسې نه وي ، نن څویمه ورځ ده چې ددوي خپل خپلوان ددوي څخه ورک دي ـ دې کسانو کې یوه شمایله هم ده ـ پنځه ویشت کلنه شمایله د سکڼ رنګ او د ټیټ قامت هغه پیغله ده، چې د غمونو له لاسه یې په سترګو کې د اوښکو چینې له ورایه وچي ښکاري.

د کراچۍ په سول او جناح هسپتال کې که یوې خوا ته د سوو غوښو بویونه و او ورسره ورسره په سپینو کفنونو کې سوي هډوکي راټول کړی شوي و او دغو سوو هډوکو ته به ځینو ویرجنو خلکو د خپلو خپلوانو د مړو نومونه ورکول او داسې هم کیدل چې په ځینو مړو د وارثانو دوو ډلو په خپلو کې بحث هم شورو کړو ، یوې ډلې ویل دا زمونږ مړی دی فلانکی یې نوم دی، او بلې ډلې به ویل دا زمونږ مړی دی دا یې نوم دی ـ

د اور د لاسه د وریته شوو غوښو او سوو هډوکو په دې بوي کې چې زیاتره خلکو یې خپل لاسونه خپلو پوزو ته نیولې و ،او شاید په دې توګه یې د انسانانو د غوښو د بدبوي څخه د بچ کیدو هڅه کوله ،عین په دې وخت کې شمایله هم کله یو مړي او کله بل مړي ته ورتله ـ د شمایلې په کور کې شاید نور څوک نه و او دا هم مالومه نه ده چې د شمایلې څوک په دغه اور کې ژوندي سوځیدلي و ـ

د زیړ تښتدیلي رنګ دغه جینۍ پرون دپېښې په دویمه ورځ هم د سول هسپتال په مړو ګرځیده ـ کله به یې د یو مړي له سره کفن لېرې کوه ، کله بیا د بل ـ مالومه نه ده د پرون راهسې هغې د څومره مړو څو څو ځل کفن له سره اړولې و ، او د هغې ننداره یې کړې وه ـ دا هم مالومه نه وه چې په مرده خانه کې د یو بل له پاسه د پرتو او یا هم د مرده خانې د ډکیدو له امله د مرده خانې په لاره کې د کیښودل شویو مړو له جملې څخه شمایلې ولې د ځینو مړو څخه کفنونه لېرې کول او بیا به یې واپس هغه کفن ورباندې خوره و ـ

د هغې د مخ ګونجو او زیړ تښتیدلي رنګ ددې ګواهي کوله چې شمایله د یو چا په تالاش کې ده ـ هغه د یو مړي په تالاش کې ده ـ خو دا مالومه نه ده چې دغه مړی څوک دی یا څوک ده ؟ ځکه چې په کارخانه کې په ژوندي جان سوو کسانو کې ګڼ شمیر ښځې هم لولپه شوی وی ـ خو هغه د کوم نزدې خپل په تالاش کې ضرور وه ـ

ځکه چې ددغې حشرنشر په ورځ یا خو خبریالان روغتون ته تلل او یا هم هغه خلک چې د زړونو غوښې یې د جامو جوړولو په کارخانه کې وریته شوې وې ـ

نن دریمه ورځ ده ـ په هسپتالونو کې حالات عادي ته ستانه شوي دي ـ ټول مړي د ایدي سردخانې ته منتقل شوي دي ـ د سوځول شویو هډوکو د پيژندنې لپاره د ډي این ای ټیسټونه روان دي ـ خلک راځي او د ډي این ای په اساس د سوو هډوکو یو پنډ ته د خپل ورک شوي لالي نوم ورکوي ـ جنازې رواني دي خو شمایله نن هم لکه د لومړۍ ورځې په شان لالهانده سرګردانه ده ـ فکر مې کاوه چې د پرون په شان نن ترې بیا پوښتنه وکړم چې ستاسو هم څوک ورک دي ؟ خو بیا پښه نیولی شوم ـ

خبریالي هم عجیبه کار دی ـ خلک به د خپلو خپلوانو په مړو پسې ګرځي ـ یو به چغې وهي سورې او نارې به وهي او خبریال به مایک په لاس له هغه څخه د هغه د احساساتو په اړه پوښتنې کوي ـ

د شمایلې په لور مې بیا څو ګامونه واخیستل ، دې خیال واخیستم چې دا پراته مړي هم څو ورځې مخکې ددې ښایستوکې دنیا خندیدونکي انسانان و، زما په شان یې سېنه لرله ،سینه کې زړه او زړه کې یې ارمانونه او خواهشونه لرل ـ یوې شېبې د خبریالۍ له نړۍ راوتلم د رحمان بابا شعر مې مخې ته لکه د غر ودریدو.

لکه ځان هسې و بل و ته نظر کا
لکه ستا دی، داسې ځان دی د هر چا

یوې شېبې له مې د پټان کالونۍ هغه کونډه مخې ته ودریده د چا خاوند چې په هدفي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړې و ـ هغه کونډه د سوات وه ـ خاوند یې د رکشې ډریور و ـ د هغې څلور بچي و ـ د هغې هیڅوک نه و ـ یو خاوند یې وو هغه هم ترې خدای اخیستي وو ـ هغه وخت چې ما د هغې زنانه انټرویو کوله نو د انټرویو په منځ کې زما په زړه کې ناست انسان زما په خبریالۍ غاوره شوې و او یو څو تړمې تړمې تړمې اوښکې مې په مخ راڅڅیدلې وې ـ

هغه وخت ما فکر کاوه چې شاید هغه پیغله د سوات وه ، زه د هغې او هغه زما په ژبه پوهیده ـ زه د پښتنو په ټولنه کې د بې اسرې کونډې له راتلونکي خبر وم ـ خو نن داسې نه وه.

ما د یوې داسې پیغلې په لور قدمونه اوچتول چې هغه پښتنه نه وه ، هغه د رنګ ،قد او قامت نه بنګالۍ او یا هم بهارۍ ښکاریده ـ

ما ترې وپوښتل ته پرون او ابله ورځ هم ما په دواړو هسپتالونو کې لیدلې وې ـ ستا نوم څه دی ؟
شمایله ـ هغې وړوکې جواب راکړو ـ
ستاسو څوک ورک دي ؟
هغې بیا د تېرې ورځې په شان خپل سر ښکته پورته وخوځاوه ـ
ما بله پوښته وکړه هغه تراوسه پیدا نه شو ؟

هغې سر ښي او چپ اړخ ته وخوځاوه ـ
په داسې موقع ستا څه احساسات دي؟

هغې ددې پوښتنې جواب په یو څو سلګو وهلو سره راکړو ـ
ما ترې تپوس وکړو دا چې څوک ورک یا ورکه ده، دا ستاسو په رشته کې څه کیدل؟
د هغې سلګۍ په چغو بدلې شوې، په کوم ځایې چې ولاړه وه هم هلته د پښو په څوکو کیناسته په ژړا ژړا کې یې ویل

سلیم ـ زما لالی

هغې دیوال ته ډډه ووهله ـ لکه د هغې وجود چې د هغې د اندامونو بار اوچتولو څخه چورلټ انکار کړی وي ـ ځکه چې هغه اوس صرف اندامونه نه و ، د اندامونو له پاسه دلۍ دلۍ غمونه هم وو ـ

زما هم زړه راډک شو ـ د ایدي هوم سره مخامخ د پان کیبن ته مې ډډه ولګوله او په کارخانه کې د سوځیدلو د ډېری سلیمانو او ژوندو شمایلو ماتو ماتو څېرو او زیړو شوو رنګونو مې د دماغو په پرده غځونې وکړې ، ددې سره جوخت مې ددې ملک د مزدورانو په بې ارزۍ د سترګو له کونجونو یو څو د بې وسۍ اوښکۍ هم ددوی په نامه کړې .

XS
SM
MD
LG