د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه ګټه کمه نقصان زیات کوي: ولسمشر زرداري


رياض موسه خېل

اسلام اباد- د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا خاص استاذي مارک ګراسمېن بیګا د ولسمشر اصف علي زرداري سره لیده کاته کړي.

د ايوان صدر نه جاري شوې خبر پاڼې ترمخه ولسمشر آصف علي زرداري امريکائي استاذي ته په ډاګه کړه، چې د ښه تعلقاتو لپاره ضروري ده، د باور پرضای کولو لپاره زیات کار وشي.
دې دوران د ولسمشر وېنا وه چې ډرون بريدونه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې منفي کردار ترسره کوي ځکه چې دې کې اکثر عام خلق وژل کېږي او دې سره ترهګري نوره هم زياتېږي.

د امريکائي سفارتخانې لخوا جاري شوې خبرپاڼه واېي، چې امريکایي استاذي د پاکستان ولسمشر، وزيراعظم ، د بهرنیو چارو وزیرې او پوځي سرلښکر سره لیده کاته کړی دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه ملاقاتونو کې د شکيل اپریدي په اړه هم خبرې شوې دي، خو په اړه ی نور تفصیل ندی ورکړی.

د پاکستاني او امريکائي چارواکو د دورو سره به ايا تعلقاتو کې څومره ښه والې راشي په دې اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د سياسي او خارجه چارو کارپوه او پېښور پوهنتون کې د بهرنیو زده کړو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز خټک واېي، د پاکستان او امرېکا ښه تعلقات نه يواځې د دواړو ملکونو بلکې د ولسونو هم په ګټه دي. او روانو حالاتو کې په پاکستان کې دوه قسمه فکر لرونکي خلک دي، چې یوه ډله د دواړو هیوادونو د ښه اړیکو په حق کې دي، او بله یې مخالفت کوي.

د ډاکټر اعجاز په وېنا اوس به ډېر زر پاکستان له څه فيصله کول وي، ځکه چې دوه مخيزې پاليسې سره چلېدل نوره ګرانه ده.

بل طرفته د سيمه ايزو چارو کارپوه او پېښور پوهنتون کې د ريجنل سټډېز د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وائي چې پاکستان کې د امريکا په اړه پرېکړې د عسکري قوتونو د منظورۍ سره تړلې وي. خو داسې ښکاري چې اوس امرېکې سره تعلقاتو ښه کولو لړ کې د پاکستاني پوځ لخوا هم اشاره ترلاسه شويده او ځکه خو امرېکائي چارواکي هم دپاکستان دورې کوي او پاکستاني هم.

دې ملاقات کې د پاکستاني خارجه وزيرې حنا رباني کهر امريکا ته په سفر هم خبرې وشوې او د پاکستاني خارجه دفتر ترمخه دا دوره به د روانې مياشتې اتلسمې نه تر دوويشتمې نېټې پورې وي.
XS
SM
MD
LG