په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې نن یې د دې هیواد په جنوب کې څلور عسکر وژل شوي دي.
نېټو وايي دا څلور عسکر په داسې توګه وژل شوي دي چې د ګمان له مخې د افغانستان د پولیسو عسکر به د هغوی په وژلو کې لاس لري.
د نېټو چارواکو د ننۍ پېښې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په جنوب کې د افغان پولیسو یوه عسکر په داسې حال کې دوه برتانوي عسکر ووژل او درې نور یې ټپي کړل چې په هلمند کې له عملیاتو ستنېدل.
د هغه له دې بریده وروسته یوه بل عسکر پر ده ډزې وکړې او دی یې هم وواژه.
له ننۍ پېښې سره د هغو وژل شوو بهرنیو عسکر شمېر یو پنځوس ته رسېدلی دی چې د افغان ځواکونو له پلوه پرې بریدونه شوي دي.