د لاسرسي ځای

هیڅ یو مذهب د تشدد اجازت نه ورکوي: اوباما


د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي ، د نړۍ هیڅ یو مذهب د دې اجازه نه ورکوي چې څوک دي بې ګناه خلک ووژني.

ولسمشر اوباما په خپله اونیزه راډیویي وینا کې وویل ، هیواد یې هر مذهب ته درناوی لري.

( ما دا په ډاګه کړېده چې امریکا د ټولو مذهبونو پلویانو ته ژور درناوی لري. موږ د مذهبي ازادۍ ملاتړ کوو. او موږ د اسلام په ګډون د هر مذهب بدنامول ردوو. په مذهبونو کې هیڅ کله د تشدد اجازه نشته. هیڅ یو مذهب د دې اجازه نه ورکوي چې یو څوک دي بې ګناه کسان او مېرمنې وژني)

امریکايي ولسمشر زیاته کړه ، تر څو چې دی په واک کې وي ، هیڅ کله به داسې هڅې ونه زغمي چې امریکایان وځورول شي.
XS
SM
MD
LG