د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا اړېکې په ښه کیدو دي:ګراسمین


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمېن ویلي دي چې د سیمې امنیت به د امریکا او پاکستان د څرګندو اړیکو پر دوام تکیه ولري.

مارک ګروسمېن دا څرګندونې هغه مهال کړې دي چې د شنبې په ورځ یې د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره په اسلام اباد کې خبرې اترې کولې.

هغه ویلي ، په نا ارامه سیمه کې د امن او سوکالۍ د باوري کولو لپاره دا ضروري ده چې پاکستان او امریکا له یو بل سره له نزدې همکاري وکړي.

د مارک ګروسمېن په وینا که داسې وشي نو به په پاکستان ، افغانستان او سیمه کې ارامي او خوشالي راشي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي ، مارک ګروسمېن له پاکستانیو چارواکو سره د ډاکټر شکیل اپرېدي په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

مارک ګروسمېن په دوه ورځني سفر دا وخت په پاکستان کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG