د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز دیر کې بمي چاودنې ۱۵کسان وژلې دي


شبیر احمد جان


پیښور- د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې په یوې ریموټ کنټرول بمي چاودنې کې لږ تر لږه ۱۵کسان وژل شوې دي.

دغه چاودنه نن سهار د جندول په لنډۍ شاه سیمه کې د سپرلو په یو ګا ډې شوې ده، چې پکې څوارلس کسان وژل شوې او شپږ نور ژوبل دي. د منډۍ تاڼې د پولیسو یو مشر فرمان الله د مشال ریډیو خبریال ته وییلي، دغه ګاډې منډه بازار ته روان وو، چې د پیښې ښکار شو ، په دغه چاودنه کې د پولیسو په وینا ګاډې په مکمله توګه تباه شوی ، او دوی د څوارلسو کسانو مړي د هغوي کورنیو ته سپارلي دي.

فرمان الله دا هم وایي په پیښه کې ځینې کسان ورک هم دي، په دغه ګاډي کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو.

د منډۍ سیمې د روغتون یو ډاکټر مشال ریډیو ته ویلي، په پیښه کې د ژوبلو کسانو علاج روان دی ، او ځینې یی د درملنې لپاره تیمرګرې روغتون ته وړلې دي.

د منډۍ سیمې یو ځاې خبریال وایي، په دغه ګاډي کې تر شلو پورې کسان سپاره وو، او په چاودنه کې د ځینو مړې له پیژندګلو نه هم وتلې دي.

د تیرې څه مودې راهیسې په دیر کې د بدامنۍ پیښې زیاتې شوې دي، چې ولس یي هم نارامه کړی.

د ننۍ بمې چاودنې پړه ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ملاکنډ په غاړه اخیستې.
XS
SM
MD
LG