د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پلاوی کوټې ته تللی دی


خدای نور ناصر


کوټه - د ملګرو ملتونو یاده شپږ کسیزه ډله په داسې حال کې کوټي ته رارسېدلې، چې يواځې څو اوونۍ وړاندې همدلته په کوټه کې د سپریم کورټ اورېدنه شوې.


او هم يې د بلوڅ ملتپالو په څېر ملیشه ځواکونه او دپاکستان استخبارات په تکرار سره په دې کې تورن بللي. د ملګرو ملتونو دې پلاوي لومړی دبلوچستان د کورنیو چارو له سیکرتر نصیب الله بازي سره لیدلي.

تر دې لیدنې وروسته د کورنیو چارو سیکرتر له رسنوالو سره په خبروکې وویل:

(( موږ هغوي ته دا وویل چې که مرکزي حکومت دی او که صوبايي حکومت دی، موږ ملګرو ملتونو او په خاص د بشري حقونو سازمانو ته خاص اهمیت ورکوو. او ددوي دلته له راتګ سره به د هغو کورنیو ډېر مدد وشي، چې کسان يې ورک دي. او هیله من چې ددې کسانو په لټه کې به پرمختګ وشي. موږ دا باور دوي ور وکړ، چې د پاکستان او بلوچستان حکومتونه بالکل دا غواړي او کوي يې، چې پاتې د تری تم شویو کسانو په لټه کې به ټولې هڅې او کوښښونه په کار راولي.))

هلته د وايس فار بلوچ میسینګ پرسنز تر سیوري لاندي په سلهاو کسانو د کوټې په بېل بېل سړکونو لاریون وکړ، او د ملګرو ملتونو له دې پلاوي يې غوښتنه کول، چې ددوي ورک کسان دي ژر تر ژره پيدا کړل شي. دې لاریون يوې بلوڅې په خپلو خبرو کې وویل:

((لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې د ملګرو ملتونو يوه ډله په دې موخه کوټې ته راغلې ده، چې د ورکو کسانو په اړه معلومات تر لاسه کړي. موږ ددې لاریون له لارې له دوي څخه غوښتنه کوو، چې د تری تم شویو بلوڅو له کورنیو سره ملاقات وکړي. او د پاکستان د استخباراتو اصل څېره دي وويني چې په بلوچستان کې يې څه کړي دي. تراوسه تر څلور سوه پوري خراب شوي او په مرمیو سوري مړي موږ ته راغلي، په زرګونو بلوڅ لاهم تری تم دي.))


له دې سره د ورکو بلوڅو د سازمان مشر نصرالله بلوڅ بیا مشال راډيو ته وویل؛ دوي ددې لپاره هم نن لاریون کوي، چې د رسنیو له لاري يې ټولې نړۍ ته ښکاره کړي، چې په بلوچستان کې څه روان دي.


نصرالله بلوڅ زیاته کړه:

((نن لکه څنګه چې زموږ د ملګرو ملتونو له دې ډلې سره ملاقات دی. نو دهمدې لپاره د بلوچستان له لرو پرتو سیمو څخه د ورکو کسانو خپلوان راغلي دي. او نن موږ رسنیو ته ددې لپاره راغلي يو چې نن هم زموږ په زرهاو کسان ورک دي.))

د ویلو وړ ده چې د ملګرو ملتونو له دې پلاوي سره به په کوټه کې میشت د هزاره قام وګړې هم ملاقات کوي، او هم به ددوي قام او مسلک ته د ورپېښو خطرو په اړه ورسره خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG