د لاسرسي ځای

په پېښور کې وسله والو د امن کمېټۍ غړی وژلی دی


د خیبر پښتونخوا پيښور په زرګراباد کې ناڅرګنده وسلوالو د مومند ايجنسۍ د امن کميټي يو غړي وژلی دی.

يو عيني شاهد مشال راډيو ته وويل چې دا پيښه پرون هغه مهال مخې ته راغله کله چې د موندو ايجنسۍ د امن کمېټۍ غړی شا جي د زرګر اباد په شهيد نومې جومات کې د جمعي مونځ ادا کولو وروستو خپل کور ته روان وو چې موټر سايکل سوارو وسله والو پری ډزی وکړې. د پيښي وروسته وسلوالو په شاو خوا ودانېو هم ډزي وکړی.

د پيښي پړه تراوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخستې.
XS
SM
MD
LG