د لاسرسي ځای

پینټاګان د افغانستان دیني مشران ستایلي


د امريکا دفاع وزارت يا پینټاګون وايي د افغان دیني مشرانو د هغې غوښتنې هرکلى کوي چې پر خلکو يې ږغ کړى، د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په اړه د جوړ شوي فلم پر ضد په مظاهرو کې تاوتريخوالى و نه کړي.

د پینټاګون وياند جورج ليټل پرون وويل ”هغوي په دې خوشاله دي چې دیني مشرانو له تاوتريخوالي پرته اعتراضونو غوښتنه کړې ده“.

پرون په ننګرهار ولايت کې په سلګونو کسانو د هغه فلم د غندنې په هدف مظاهره وکړه، چې ويل شوي د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوى شوى دى.

چارواکي وايي دغه مظاهره سوله ييزه وه.
XS
SM
MD
LG