د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوې صوبې به تر انتخاباتو مخکې جوړېږي، زرداري


ریاض موساخېل

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، په هیواد کې به تر ټولټاکنو مخکې نوې صوبې جوړېږي.


د وویل، دا د خلکو غوښتنه ده او پیپلز ګوند به له ولس سره شوې ژمنې پوره کوي.

د پنجاب مرکز لاهور په ګورنر هاورس کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت ولسمشر زرداري ویلي، د پیپلز ګوند ټول سیاسي کارکنان دي د راتلونکو ټول ټاکنو له پاره تیاری پیل کړي او راتلونکې عامې ټول ټاکنې په ټاکل شوي وخت کېږي.

ده وویل، پيپلز ګوند به له خپلو مرستيالو ګوندونو سره په شريکه په ټولټاکنو کې برخه اخلي او ورسره به په شريکه حکومت جوړوي.

د ولسمشر د وینا په اړه، د پیپلز ګوند او له قبایلي سیمې باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي اخونزاده چټان مشال راډیو ته وویل، د هغو خلکو چې حق جوړېږي هغوی ته به خپله صوبه ورکول کېږي جنوبي پنجاب له مودې راهیسې دا غوښتنه کوي.

دی وايي، نوې صوبې په زور نه شي جوړول کېدای.

د نویو صوبو په بحث کې یوه نعره د هزاره صوبې جوړولو هم ده.

په دې اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، دوی کله هم د دې کار مخالفت نه کوي خو باید د ایین تر مخې وشي.

دی وايي، یوازې د صوبې نوم بدلولو له پاره د دوی ګوند له ۶۰ کالونو زیاته موده هڅې کړې دي او په دې کې یې هر ډول مشکلات ګاللي دي.

بل پلو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر سېکرټر اکرم شاه وايي، دا شونې ده چې نوې صوبې جوړې شي خو چې لومړی حق د چا وي، هغه ته دې ورکړل شي.

دی وايي، که نوې صوبې جوړېږي وړومبی حق د جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان پښتون مېشته سیمې) دی ځکه چې دا په ۱۸۸۷ز کال کې هم صوبه وه.

د نویو صوبو جوړولو په ترځ کې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیکونه هم منظور کړي دي او د قامي اسمبلۍ سپېکړې د سینېټر فرحت الله بابر په مشر کې کمېټۍ هم جوړه کړې ده.
XS
SM
MD
LG