د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګې وزیرانو او رییس ته د باور رایې ورکړې


معصوم میوند

کابل - په افغانستان کې ولسي جرګې د ولسمشر له خوا په نومول شویو لوړ پوړو چارواکو کې درو ته د باور رایه ورکړې ده او بل هغه یې رد کړی دی.


د شنبې پر ورځ ولسي جرګې د دفاعي او کورنیو چارو نومول شویو وزیرانو په حق کې رایه ورکړه. همدا راز، ولسي جرګې د ملي امنیت ریاست نوی مشر هم د باور وړ وګرځاوه.

خو ولسي جرګې د سرحدي او قبایلو چارو له پاره نومول شوي وزیر ته د باور رایه نه ده ورکړې.

ولسمشر حامد کرزي، د دفاع وزارت ته بسم الله محمدي، کورنیو چارو وزارت ته مجتبا پتنګ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته حاجي دین محمد او د ملي امنیت ریاست ته اسدالله خالد نومولي ول.

د افغانستان په ولسي جرګې کې ۲۴۹ غړي دي. د شنبې پر ورځ د باور رایې اچولو پر وخت په غونډه کې ۲۴۱ غړي موجود ول او خپلې رایې یې وکارولې. د قانون تر مخې، د باور رایه په ساده اکثریت تر لاسه کېږي یانې هر نومول شوی وزیر یا رییس باید ۵۱ فیصده رایې تر لاسه کړي. د شنبې د ورځې د وکیلانو له شمېر سره سم، باید نومول شوی وزیر ۱۲۱ رایې تر لاسه کړي.

په دې ډول وزیرانو ته د ورکړل شویو رایېو شمېر په لاندیني جدول کې لیدلای شئ.

نومول شوی چارواکی
څوکۍ او عهده
تر لاسه کړې رایې او پایله
اسد الله خالد د ملي امنیت رییس ۱۴۳ (بریالی)
جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزیر ۱۲۴ (بریالی)
جنرال مجتبا پتنګ د کورنیو چارو وزیر ۱۲۹ (بریالی)
حاجي دین محمد د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ۱۱۷ (ناکام)

د یادونې وړ ده چې پر کونړ ولایت له پاکستانه د توغندیو ورولو پېښو په پایله کې ولسي جرګې د کورنیو چارو او دفاعي چارو وزیران بې صلاحیته کړي ول.

تر دې وروسته بیا ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت رییس هم له دندې لرې کړی وو.

جنرال بسم الله محمدي پخوا د کورنیو چارو وزیر وو چې بې صلاحیته کړل شو. خو دا ځل د دفاع وزیر په توګه ورته ولسي جرګې رایه ورکړه.
XS
SM
MD
LG