د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ پېښه: د سېند صنعت وزیر استعفا ورکړه


د پاکستان تر ټولو لوی کاروباري او صنعتي ښار کراچۍ د بلدیه ټاون په کارخانه کې د نهې یا سه شنبې پر ورځ د اور لګېدو له امله د سلګونو خلکو تر وژنې وروسته، د سېند صوبې د صنعت وزیر روف صدیقي له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې ده.

نوموړي ویلي دي چې که څه هم د کارخانې د سوځېدلو ذمه واري د هغه پر وزارت نه راځي خو د سوتره او کره پلټنو پر اساس یې خپل وزارت پریښی دی.

((د کارخانې د څارنې ذمه واري زموږ د وزارت نه ده . تر ټولو لویه ذمه واري د کارخانې پر مالکانو ده. ما استعفا له دې وجې نه ده ورکړې چې ګني موږ یې د کارخانې د سوځېدنې ذمه واران یو ، استعفا مې د ځینو خبریالانو ملګرو په مشوره ورکړې ده ، زما مطلب دا دی چې د کارخانې د سوځېدلو په اړه چې کومې پلټنې پیل شوې دي ، هغه باید پاکې او صفا بشپړې شي))

روف صدیقي د سېند صوبې د سول ډیفنس او د محنت پر ادارو د یادې کارخانې د سوځېدنې پړه ور واچوله . خو د سېند صوبې د محنت مستعفي شوې وزیر امیر نواب بیا په دې اړه مشال راډیو ته خپل دریځ څه داسې څرګند کړ:

((دا ټولټال د صنعت د وزارت کار دی ،د دې ځمکه ورکول او د دې نقشه پاس کول د هغوي (صنعت وزارت) کار دی. زموږ کار دا دی چې د کارخانې د صفايۍ سوترایي په اړه څارنه وکړو او کارخانې ته رجسټریشن ورکړو. دا زموږ کار نه دی چې د کارخانې په ودانۍ کې د نقشې مطابق دروازې وې او که نه وې. دا ټول د صنعت د وزارت کارونه دي. زموږ کار دومره دی چې کارخانه جوړه شي او کله [په کې کار پیلوي] نو مالکان راشي وایی چې موږ ته رجسټریشن راکړئ.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG