د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې عدالت د کارخانې مالکان په ضمانت خوشې کړل


د پاکستان سېند های کورټ د سوځېدلې کارخانې د درو مالکانو ضمانت منظور کړی دی.

د کارخانې مالکانو وکیل عامر منصور قریشي خبریالانو ته ویلي، د یادې محکمې لاړکانې رجسټرۍ د کارخانې مالکانو عبدالعزیز، شاهد بېله او راشد بېله تر اتو ورځو پورې د نه نیولو امر ورکړی دی.

یاده دې وي د نهې (سه شنبې) پر ورځ د کراچۍ بلدیه ټاون په یوه کارخانه کې د اور لګېدو پېښې ۲۶۰ کسان ووژل.

تر دې پېښې وروسته، پولیسو د کارخانې مالکانو او د ځینو حکومتي ادارو پر ضد رپورټ دایر کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG