د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني په ټرافيکي پېښه کې ۵۳ تنه مړه شول





د غزني ولايت په اوبند سيمه کې د مسافرو يو درې سوه درې ډوله موټر له يو بل کانټينر سره چې ويل کېږي موبلايلو يې را بار کړي وو ټکر خوړلی چې پکې د وروستيو مالومات په اساس در پېنځه تنو ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ژوبل دي. په دواړو موټرونو کې تر ټکر وروسته لګېدلي اور د مړو په شمېر کې زياتوالي راوستی دی.

پېښه نن د جمعې په سهار د نهو بجو په شا و خوا کې رامنځ ته شوې.

چارواکي وايي د احمدشاه بابا د شرکت ټکر شوی درې سوه درې موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو چې له مخالف لوري را روان په مبلايلو بار کانټينر ورسره ټکر کړی دی.

د دوی په خبره تر ټکر وروسته په دواړو موټرو کې اور لګېدلی چې د موټرو زياتو مسافرو د اورلګېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت وايي چې دوی ته تر اوسه پورې پېنځه تنه زخميان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

دی وايي د پېښې له ځای څخه د درپېنځوس مړو له ډلې پېنځه ويشت يې غزني ته په لاره دي چې يوازې هډوکي دي او پاتې نور په بشپړه توګه سوځېدلي او د دې جوګه نه دي چې ولېږدول شي.

د همت په خبره په مړو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

(( پېنځه کسه زخميان دي چې وضعيت يې ښه دی. له موټر څخه پېنځه ويشت تنه چې يوازې هډوکي يې پاتې دي را ايستل شوي او هغه نور پاتي مړي ډېر سوځېدلي او د را کښولو جوګه نه وو. له مونږ سره په روغتون کې پېنځه ټپيان دي چې درې يې عام وګړي چې د بلخ اوسېدونکي دي. يو تن د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې هغه هم عام سړی دی. او يو بل بيا محصل دی چې د کنړ اوسېدونکی دی ))
د احمدشاه بابا شرکت چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو تر مېنځ تګ را تګ کوي موټر چلوونکي يې د موټرو په اړولو او ټکر کولو مشهور دي.

د دغه شرکت موټر چلوونکي تر دې وړاندې هم څو ځله ټکرونه کړي چې له امله يې سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

څه موده وړاندې د غزني په اسفنده سيمه کې د مسافرو يو درې سوه درې ډوله موټر د سړک پر غاړه په ځای پر ځای شوي ماين ختلی وو چې پکې تر شلو زيات کسان مړه او ټپيان شوي وو

دې ته ورته بيا شا و خوا دوې مياشتې وړاندې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو بل درې سوه درې موټر په ماين ختلی وو چې تر څلوېښتو زيات کسان مړه او ټپيان شوي وو.


سید شاه سقیم - مشال راډيو غزنی
XS
SM
MD
LG