د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د مذهبي سپکاوي فلم په کلکو ټکیو وغانده




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن یوناما پر انټرنیټ خپاره شوي مواد غندلي او دا یې تذلیلوونکي، سپکونکي او له کرکې ډک بللي چې پکې د مسلمانانو د مذهبي عقیدې د ردولو او د تاوتریخوالي او کرکې پارولو هڅه شوې.

ملګري ملتونه داسې کرغېړن ګامونه او په هره بڼه کې مذهبي سپکاوی ردوي. دغه ډول ارادي کړنې چې د نورو په مذهبي عقیدو ملنډې وهي هیڅ د منلو وړ نه دي.

د ادارې په خبره ملګري ملتونه خپله د مذهبي زغم یو علامت دی او په دې کې نغښتې رنګارنګي یا تناعو د نړۍ د ټولو ولسونو استازیتوب کوي. او په ټوله نړۍ کې اسلام او مسلمانانو ته په درنه سترګه ګوري.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل لخوا د بیان وروسته یونامه په افغانانو غږ وکړ چې خپل خوابدی وزغمي او په تاوتریخوالي او ناوړه چلند دې لاس نه پورې کوي.

بلخوا د امریکا ولسمشر باراک اوباما د شورو په ماښام افغان ولسمشر حامد کرزي ته ټيلي فون وکړ او د هاغه فلم غندنه یې وکړه چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی پکې شوې. په ټيليفوني خبرو کې دواړو فلم وغانده او دا یې د اسلامي ارزښتونو ضد یی و باله.

په خبرو کې دواړو مشرانو د لیبیا په بن غازي کې هم د شویو پيښو په اړه خبرې وکړی چې پکې امریکایی ډپلومېټان ووژل شول. حامد کرزي له خپل امریکایي سیال سره په امریکایي ځاني تاوان غمرازي وکړه.
له دې علاوه حامد کرزي له باراک اوباما سره د افغان قیدیانو د ا فغان چارواکو په نګراني کې د سپارلو په امریکایي ژمنه هم خبرې وکړی. او د دې خبرې په اهیمت یی زور واچؤلو چې د دواړو حکومتونو تر مینځ د شوي پریکړه لیک له مخې د قیدیانو د سپارلو مسله د افغان ملي حاکمیت لپاره ډېر اهمیت لري او باید دې ته خاص پام وشي.

د افغان ملي حاکمیت په درنښت کې اوباما د قیدیانو د نګرانۍ چارې افغان انتظامییې ته د سپارلو د ژمنې بیا پخلی یا تصدیق وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG