د لاسرسي ځای


عبدالحی کاکړ

په افغانستان او پاکستان کې له شاوخوا يوې لسيزي راهيسي طالبان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په دليل د جهاد په نوم وسله واله جګړه کوي.

خو په پاکستان کې له تيرو څو کلونو او په افغانستان کې دا اوس اوس د بهرنيو ځواکونو پر ځای خپله ددې وسله والو پر ضد ولسي پاڅون پيل شوی دی.

د ولس دغه رجحان د دواړو هيوادونو کارپوهان په دې نظر کړي دي چې نور وسله وال طالبان ورو ورو ولسي ملاتړ له لاسه ورکوي.

په پيښور کې د سياسی چارو کارپوه خادم حسين هم له دې کارپوهانو څخه دی.

که څه هم دی وايې طالبانو د خلکو د بهرتي کولو او د چندو اخستلو په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړی خو په سياسی او اخلاقي حواله يې ځينی کړی اوس هم مرسته کوي.

( يو ملاتړ خو هغه دی چې خلک د نظريې پر بنياد له هغوی سره بهرتی کيدل، شامیليدل، تربيتونو يې ترلاسه کول او بيا به له هغوی سره د جنګ لپاره ملګري کيدل ، بل ملاتړ د پيسو یعني د چندو ورکول وو او دريم نظرياتي او اخلاقي ملاتړ وو خو په دې کې د بهرتي کيدو او چندو ورکولو ملاتړتر ډیره ځايه کم شوی دی)

د افغانستان د سياسی چارو کارپوه انجينئر مطیع الله خروټۍ بيا په افغانستان کې له طالبانو سره ولسي ملاتړ د شوروي اتحاد د اشغال پر وخت د هغه وخت له مجاهدينو سره پرتله کوي.

( هغه وخت چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل کړی وو هغسې چې خلکو او ولسونو له (مجاهدينو) سره همکاري کوله نن سبا دغه همکاري وجود نلري.اوس هم لږ خلک چې له مجاهدينو يا طالبانو سره ملګرتيا کوي هغه څوک دي چې له حکومت مايوسه شوی دي)

خادم حسين له طالبانو سره د ولسي ملاتړ د نشتوالي دليل دا ورکوي چې په کومو کومو سيمو کې دوی کنټرول ترلاسه کړی نو خلکو عملا وليدل چې طالبان چې د کوم جهاد، خلافت او شهادت خبره کوي د دوی کړنې د هغوی برعکس دي.

( خلکو به دا سوچ کولی چې جهاد به ښه شی وي، شهادت ډيره لويه مرتبه ده او خلافت ډير زيات ضروری دی. زما خيال دادی چې کله دغه شيان په عملي توګه نافذ شو او هغوی دا وليدل چې ښه، دا هغه خلافت دی چې دوی غوښتی، دا هغه جهاد دی چې دوی غوښتی، نو په دې بنياد د خلکو د اطمينان پيمانه را کښته شوه او زما یقين دی که په پښتونخوا، فاټا يا افغانستان کې انتخابات کيږي، په ښکاره چې هر څنګه وي خو د خلکو دننه چې کومه خبره پرته ده نو د هغ اميدوار چې د طالب په ضد ولاړ وو د کاميابی امکانات ډير زيا ت دي په نسبت د هغ چې په يوه حواله يا بله حواله يې د طالب ملاتړ کړی وو.)

خو انجينئر مطيع الله خروټی بيا په افغانستان کې له طالبانو سره د ولسي ملاتړ د نه درلودلو وجه دا يادوي چې لاتر اوسه د طالبانو جګړي ته د نړۍ د وتلو عالمانو شريعي جواز ترلاسه شوی نه دی.

( اساسي علت دادی چې د عالم اسلام عالمانو، مفتيانو په خصوصي توګه د سعودي عرب مفتي او ملايانو تر اوسه داسې فتوی صادره کړې نه ده چې د افغانستان د اسلامي دولت مخالفين يا د افغانستان د اسلامي امارت د طالبانو جنګ يا جګړه شرعي جواز لري.نو دا موضوع فيصله شوې نه ده نو ځکه د خلکو هغسي ملاتړ نه دی لکه په پخوا کې يې له مجاهدينو سره وو.)

خو ځيني کارپوهان وايې چې اوس هم په تيره په پاکستان کې مذهبي او ښي اړخي ګوندونو د طالبانو د سوچ او فکر ملاتړ کوي او دا شان په سکولونو او مدرسو کې داسې نصابونه ورښودل کیږي چې وسله والو ته فکري جواز برابر وي. د دوی وړانديز دا دی چې حکومتونو بايد دې طرف ته هم خاصه پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG