د لاسرسي ځای

د اټومي څار اداره پر ایران د روس و چین مرسته غواړي




امریکا او غربي هیوادونه غواړي، نن د ایټمي پروګرام د څار نړیوالې ادارې ای اې اي اې په غوڼده کې د ایران خلاف د یو قرارداد په منظورولو کې د چین او روس مرسته تر لاسه کړي، د دغې دواړو هیوادونو په تیرو وختونو کې د داسې کولو نه انکار کړی دې.


ایسوشییېټډ پریس خبري اژانس لیکي، امریکا او د دې غربي ملګرو په چین او روس زور راوړی، چې د ایران خلاف دې د قرارداد وړاندې کولو مرسته وکړي.

بهرني سفارتکاران وایي، د پوځي حل پرځای باید له ایران سره د دغه هیواد د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه خبرې وشي، او د خبرو له لارې دغه مسله هواره کړي. په دغه قراردا کې دا ویل شوي، ایران باید د ایټمي وسلې جوړول بند کړي. په دغه قرارداد به نن د ایټمې پروګرام د څار نړیواله اداره ای اې اي اې بحث کوي.

اې پي لیکي، اسراییل، ایران د یو ایټمي هیواد په توګه د نړی لپاره لویه خطره ګڼي، او زیاتوي، ایران د دوی د ملک ختمولو او په دوی د میزایلي حملو لپاره تیاری کوي. اسرایل په ایران دا تور هم لګوي، چې په عربي نړۍ کې یاغیانو ته وسله ورکوي.

تهران وایي دوی به د پر امنه مقصدونو لپاره خپل ایټمي پروګرام کاروي، خو د نړیوالو لخوا یې د سونګ موادو د ریکټرو د اخیستلو وړاندیز هم رد کړی. نړیوال هیوادونه وایي ایران په پټه د یورینیمو غني کولو کار کوي، چې د دوی لپاره یوه د خطر خبره ده.

ای اې اي اې په دې هم اندیښنې لري ایران په پټه ایټمې وسلې جوړوي، خو بیا ایراني چارواکي دغه تورونه ردوي، او دا د دوی خلاف د امریکا او اسرایل د استخباراتو کار ګڼي.

ایسوشییېټډ پریس خبري اژانس لیکي، د اسرایل لخوا د ممکنه پوځي حملې د یرې زیاتیدلو او د ایران د مسلې په اړه د خبرو عمل په ځنډیدلو سفارتکارو انديښنې ښودلې او ځینو اې پي ته وییلي، د دغه قرارداد مخې ته د راوړلو مقصد هم دا دې، چې ایران په دې مسلې کې د خبرو لارې ته راولي.

او اوس ځکه هم دوی په چین او روس زور راوړی، چې د ایران خلاف د دغه قرارداد په منظورولو کې دې د دوی سره مرسته وکړي. دغه دواړو هیوادونو په تیرو وختونو کې د ایران خلاف د داسې خبرو منلو کې له مرستې انکار کړی.

XS
SM
MD
LG