د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ: نهه تنه پښتانه مزدوران ووژل شول


د مستونګ سیمه کې د وسله والو له خوا په برید کې یو تنکی هلک هم ژوبل دی چې پولیس ترې پوښتنې کوي
د مستونګ سیمه کې د وسله والو له خوا په برید کې یو تنکی هلک هم ژوبل دی چې پولیس ترې پوښتنې کوي



په بلوچستان کې په هدفي وژنه کې نهه پښتانه مزدوران وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. یادو مزدورانو د مستونګ په دشت سیمه کې د يوه سړک د بیا رغونې کار کاوو، چې پرې موټر سائيکل سپرو وسله والو برید کړی دی. د پېښي مسوولیت چا قبول کړی نه دی. بل خوا پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددې پېښي پر ضد د جمعې په ورځ په کوټه کې د شټر ډاون هړتال اعلان کړی دی.

د مستونګ سیمې لیويز چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ په دشت کې وسله والو په مزدورانو ډزي, کړې، چې ددوی په وینا په کې نهه تنه ووژل شول او پنځه ژوبل دي. وژل شوي او ټپيان ټول مزدوران پښتانه دي چې له مریاڼي قبیلې سره تعلق لري.

تر پېښي شاوخوا درې ساعته وروسته ټپيان او مړي د کوټي بولان ميډيکل روغتون ته راورسول شوه. چې په کې دوه ماشومان هم وو. يو ټپي ماشوم چې مرزاخان نومېده، د روغتون پر بستر يې له مشال راډيو سره د پېښي په اړه وویل

: موږ په سړک کار کاوو، چې دوه کسان راغلل، لومړی يې راڅخه تالاشي واخیسته. بیا يې راباندې ډزي پېل کړې. تردې وروسته بیا ها خوا ته نورو مزدورانو ته ورغلل، او په هغوي يې هم ډزي وکړې. پنځه تنه په موږ کې ووژل شوو، او څلور په هغه نورو مزدورانو کې؛

په همدې ټپیانو کې یوه بل کس بیا وویل؛ دوه وسله وال پر يوه موټر سائيکل سپاره وو، لومړۍ يې له ټولو څخه پیسې او موبايل ټيلي فونونه واخیستل، او وروسته يې پرې ناتاره ډزي پېل کړې.

؛ دوه کسان چې په اردو ژبه يې راسره خبري کولې. لومړی يې له موږ ټولو څخه پیسې او موبایلونه واخیستل. زما دا فکر شو، چې دا غله دي. او يواځې زموږ څخه پیسې وړي. خو دوي بیا تردې وروسته موږ ټول په کتار کې ودرول، او ډزي يې راباندي پېل کړې؛

په داسې حال کې چې ټپي شوي مزدوران بولان روغتون ته راوړل شوو، د مریاڼي قبیلې ګڼ شمیر وګړي روغتون ته راغلل.ځيني کسانو احتجاج کول غوښتل، خو بیا هم د یادې قبیلې مشرانو پرې نه ښودل.

د مستونګ ددې پېښي مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

د همدې پېښي پرضد پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم نن ماځيګر د احتجاجي لاریون او سبا د جمعې په ورځ په ټوله کوټه کې د هړتال اعلان کړی دی.


خدای نور ناصر- مشال راډيو- کوټه

XS
SM
MD
LG