د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سوات مېشتي افغان په یو بل نه نامه ځورول کېږي"




په سوات کې يوشمير مقامي اوسيدنکي وایي چې دوی دپاکستان ځینې ادارې د افغان کډوالو په نوم تنګه وي، بډې رشوتونه ترې اخلي او له خپل روزګاره يي باسي حالانکې له دوی سره دپاکستان هرډول قانوني دستاويزات شته.

دوی وايي چې ان په افغانستان کې د شوروي تر جګړې له مخه یې کورنۍ سوات ته راکډه شوې دي او دلته له قانوني اسنادو سره کار و روزګار کوي. یو تن لال محمد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل،” زما نیکونه د ریاست سوات له وخته دلته اوسېږي. او زما پیدایش د دې ځای دی، زما شپږ بچیان هم دلته زو کړي دي. موږ ټوله کورنۍ دلته زوکړې ده. خو د ده دې ځای ځینې اېجنسیانې دي چې موږ د افغانانو په نوم تنګه وي. له موږ سره پاکستاني کارډونه دي، موږ دلته ووټونه ورکوو. دلته زموږ خپلې هدیرې دي. دلته له خلکو سره مو خپلویانې او رښتې دي. دلته مو کار روزګار دی. په پاکستاني پاسپورټونو بهر ملکونو ته ځو. افغانستان ته موږ په پاکستاني پاسپورټونو ځو.٬٬

یو بل تن حاجي شراف الدین وويل،”دلته زوکړی یم، ۴۰ و ۴۵ کاله مو کېږي چې دلته اوسو. په موږ پسې پولیس هم راځي، په ساده جامو کې هم راځي، ځینې خو داسې وي چې په پولیس کې نه وي هم په موږ پسې راځي، وچ په وچه مو تنګوي، کورونو ته هم راپسې راځي. موږ ورته وايو موږ خو د دې ځای باشنده یو“

د سوات کاروباري ډلې د دغه ټولنې مشر حاجي ګلاب خان زیاتوي، چې د دوی دغه ملګري په کاروباري ځایونو او کورونو کې تنګه ول کېږي، او څه کسان د پلټنو لپاره هم بیول شوي دي.

دوی وايي، که دغه لړۍ ژر تر ژره بنده نه کړل شوه، نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.

”داسې ده چې زموږ افغانان دوی ډېر تنګه وي، دوی دوکانونه هم لري، د ډېرو محکمو واله راځي په دوی پسې، او دا خلک په عذابوي. له دا خلکو سره شناختي کارډونه هم شته خو بیا یې هم تنګه وي. دوی ورته وايي چې له موږ سره له کته نه آرډر دیو له پېښور نه. چې تاسو موږ ته دا خپل ریکارډ وښيی. او دوی بار بار ورپسې ورځي او تنګه وي یې.“

د سوات ضلعې ډي سي او کامران رحمان وايي، صوبايي او وفاقي حکومت د نارجسټر شويو خلکو په باب هغه که افغانان دي یا نور څوک پالیسي دا ده چې د هغوی په اړه به سخته کاروايي کېږي.

” دا تپوسونه یواځې د دې لپاره دي چې حکومت دا پته لګوي، هغه افغان چې دلته په قانوني اسنادو اوسي او یا اسناد نه لري، پوښتنې او تپوسونه د دې لپاره دي. خو زه دا یقین دهاني ټولو افغانانو ته چې له چا سره قانوني اسناد دې ورکوم، چې د حکومت داسې هیڅ نیت نه لري چې هغوی دې له یو چا سره زیاتی وکړي. یا دې په زوره له دې ځایه وباسي. دا رنګه هیڅ خبره نشته. “

د سوات ضلعې ډي سي او کامران رحمان زیاتوي، هر هغه افغان چې قانوني اسناد لري او بیا یې هم پولیس یا بل څوک تنګه وي نو له نژدې تاڼې سره دې تماس ونیسي. حکومت به یې هر ډول مرسته کوي.

نیاز احمد خان - مشال راډيو - سوات

XS
SM
MD
LG