د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ پېښه: په ۲۷۹ مړیو کې ۱۱۰ له پېژندنګلو وتلي


د کراچۍ په پېښه کې د وژل شويو مړیو جناره کېږي
د کراچۍ په پېښه کې د وژل شويو مړیو جناره کېږي





کراچۍ : د کراچۍ بلدیه ټاون د سوځیدلي کارخانې له ودانۍ تراوسه د کراچۍ د کمشنر په وینا ۲۸۹ مړي راویستل شوي دي ، ددغو مړو د ښخولو کار نن د زیارت په ورځ د ښار په بیلابیلو هدیرو کې دوام لري ـ

بلخوا په جناح او سول هسپتالونو کې پراته ۱۱۰ مړي د خیریه ادارې ایدهی مرده خانې ته وړل شوي دي ـ د یادې ادارې ویاند محمدامین مشال ریډیو ته وویل، چې له دوی سره پراته ټول مړي له پیژندګلو وتلي دي ـ

((۱۱۰ مړي موږ سره پراته دي خو ددې پیژندګلوي مشکله ده ـ د ورک شویو خلکو وارثان راځي چې د کوم مړي پیژندګلوي وشي ، هغه موږ وارثانو ته سپارو خو د ډیرو سوځېدو له امله ددې مړو پیژندګلوي ګرانه ده ))

د هسپتال چارواکي وایي د ناپیژندل شویو مړو د پیژندګلوي له پاره به له ننه د ډي این ای ټیسټونه شورو کوي ـ

د ژغورنې ادارې چارواکي وایي د کارخانې د سوځیدلې ودانۍ د زمکې لاندې برخه کې لاهم د ژغورنې کار پاته دی او دوی ویره لري چې ممکن هلته نور مړي هم وموندل شي ـ

د جامو جوړولو کارخانه کې داورلګیدنې وجوهات لا تراوسه نه دې په ډاګه شوي ـ په کارخانه کې د اور له امله یو ژوبل شوي کس عبدالشکور له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

((اول د چاودنې اواز راغلی ورسره بجلي لاړه ـ د بجلۍ له تلو وروسته موږ ټولو منډه کړه ـ د کارخانې چت راوغورځیدو ـ موږ دوازې لوري ته منډه کړه ـ هلته اوربلیدو ـ بیا لږه شېبه وروسته ټوله ودانۍ له لوګي ډکه شوه او زموږ ساه بنده بنده شوه ـ ما د کړکۍ اوسپنې ماتې کړې ـ او ښکته مې راودانګل ، چې له وجې یې زخمي شوم))ـ

د سند صوبې هایي کورټ مشر قاضي هم په یاده پېښه نوټس اخیستی دی او ددې د پلټنو امر یې ورکړی دی.

ددې ترڅنګ د سند حکومت چارواکي وایي د اورلګیدنې لاملونو موندلو له پاره یې پلټونکې ډله جوړه کړې ده ـ او دغه ډله به دریو ورځو کې خپل رپورټ تیاروي ـ د کراچۍ کمشنر روشن علي شیخ په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

((د قضیې په اړه لمړنی رپورټ (ایف اي ار) لیکل شوی دی ـ اي سي ایل کې د ملزمانو د نومونو کار هم شوی دی چې څوک بهر ملک ته ونه ځغلي ـ پرون مو پلټونکې ډله جوړه کړې ده ـ هغوي به پلټنې په دریو ورځو کې بشپړوي او رپورټ به برابروي ـ ما اوس د کارخانه دارو یوه غونډه رابللې وه ـ په دغې غونډه کې مو په راتلونکي کې ددغه ډول د بدو پېښو د مخنیوي په حواله تګلاره هم جوړه کړه))


یاده دې وي چې د نهې یا سه شنبې په ورځ د کراچۍ بلدیه ټاون په یوه کارخانه کې اور لګیدلی و ـ دغه اور چې خواوشاه ۲۴ ګېنټې یې دوام لرلو په سلګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده ـ په پېښه کې وژل شوو کسانو کې د نارینه په ګډون زنانه هم شاملې وې ـ د پېښې ټول قربانیان په یاده کارخانه کې مزدوران وو ـ


ظفرکریمي - مشال ریډیو - کراچۍ

XS
SM
MD
LG