د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې له مسلکي ځوانانو افغانستان نه شي سمسورېدلای




د پکتيا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې کې داوښتون کلتوري ټولنې له خوا د ځوانانو د فکري پياوړتيا، ښې حکومتوالۍ، په ټولنیز برخو کې د مدني بنسټونو د ونډې او دملي یووالي دټینګښت دلارو چارو د موندلو په موخه یو ورځنۍ بحث ترسره شو.

نوموړی بحث، چې(( په ټولنيزو چارو او حکومتوالۍ کې د ځوانانو فکري ونډه)) تر سرليک لاندې جوړ شوی وو، دهیواد ځینو علمي او فرهنګي شخصیتونو ، د پکتيا پوهنتون ګڼو محصلانو، دښوونځیو یو شمیر زده کوونکو او دپکتیا ولایت ځوانانو پکې برخه اخیستې وه .

په یاده غونډه کې لیکوال او مورخ استاد حبيب الله رفيع او استاد اسدالله غضنفر د سيمې او هيواد د اوسني وضعيت او په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې دځوانانو دوجیبو او مکلفیتونو په تړاو مفصلې ويناوې وکړې او تر څنګ يې د غونډې د برخه والو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل .


استاد حبيب الله رفیع وویل : (( په اوسنیو حالتو کې ځوانان هماغه رسالت او ونډه لري،چې دپردیو او یا دپردیو دنوکرانو په واسطه رامنځته شوي درزونه په خپل تدبیر سره ورغوي .دا دځوانانو دنده ده ،چې دعلم او تحصیل دحاصلولو لپاره مټې راونغاړي او داخپل وران ویجاړ هیواد اباد کړي،ملي وحدت ټینګ کړي اودا واحد ملت دپرمختګ او هوساینې پرلور بوځي.))

د غونډې په لړ کې استاد اسدالله غضنفر د مدني هڅو او نهادونو دجوړولو د ارزښت او اړتیا په تړاو ځوانانو ته سپارښتنې وکړې او لدوی يې وغوښتل ،چې له روانو حالاتو سره بې توپیره چلند ونکړي ،ځکه څوک ،چې په اوسني وخت کې له ټولنیزو حرکتونو وروسته پاتې کیږي مانا يې دا ده،چې له پرمختیاوو او نوښتونو څخه په واټن کې دي .

غضنفر وویل :(( ایا په ټولنه کې اوښتون ته لاره شته ،هو لاره شته، هغه دسولې لاره ده .)) نوموړي زیاته کړه ،چې په تاسو کې په روحیاتي لحاظ په ټولنیزو چاروکې دګډون لیوالتیا شته ،نو ټولنه له سوله ییزو لاره بدله کړئ . دده په خبره تاسو تیاریاست ،چې دنورو خبرې واورئ او طبعاً غواړئ خپلې خبرې هم وړاندې کړئ ،باور لرم تاسو دټولنې دمخکښ قشر په توګه تیارۍ لرئ،چې دټولنې د روح او روان په توګه راڅرګند شئ .

غضنفر وړاندې وویل ، هغه څوک چې دلته نشته مانا دا،چې علاقه کې يې کمۍ دی او ،چې څوک لږه لیوالتیا لري هغه په اوسنۍ زمانه کې وروسته پاتې کیږي .نو تاسو ټولنیز ژوند ته ارجحیت ورکړئ پس هڅه وکړئ ترڅو اتحاديې او نهادونه تشکیل کړئ.

داوښتون ټولنې استازي اسماعیل لاروي په خپلو خبرو کې وویل ،چې ددوی ټولنې دخپل پنځه کلن ادبي بهیر په ترڅ کې ۱۵عنوانه بیلابیل کتابونه چاپ کړي او د اوښتون په نوم يوه مهالنۍ مجله هم لري.
نوموړي دیادې برنامې داړتیا او ارزښت په اړه داسې وویل: ((داچې په پکتیا کې کلتورې هڅې او فعالیتونه کمزوري دي نو اوښتون ټولنه په پام کې لري ،چې په راتلونکې کې هم دې ته ورته کلتوري او علمي خوځښتونه رامنځته کړي .)) ده زیاته کړه ،چې پدې سره به په محلي کچه کلتوري وضعیت پیاوړی شي او پدې ډګر کې به ځان راڅرګند کړي.

دکتونکو له انده دځوانانو لپاره دجوړونکو سیاسي او ټولنیزو بحثونو جوړول ددوی په روزنه ،هیوادني احساس ،مسوولیت مننې او شخصیت جوړونه کې فوق العاده اغیز لري او پدې سره ددوی په منځ کې تفاهم ،متقابله همکاري ،اعتماد او درناوی زیاتیږي.

نجیب الله الوخیل ،مشال راډیو –خوست

XS
SM
MD
LG