د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران غلو ته ورکړې پيسې له حکومته غواړي




نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې ډاکټرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی له اړخه تېښتونکو ته ورکړل شوې ټولې پېسې باید دې دوي ته حکومت ورکړې او د دوې د تېښتونو د مخنیوې لپاره دې ګامونه واخیستل شي، ګڼې دوي به بیرته په هسپتالونو کې په هړتال کولو لاس پورې کړي. بل اړخ ته حکومت د ډاکټرانو له اړخه د تاوان د پېسو غوښتنه بې ځایه بللې او ویلې دي،چې حکومت کله هم چا ته د تېښتول شوي کس پر سر د پېسو ورکولو مشوره نه ورکوي.

یاده دي وي،په بلوچستان کې له تیرې څه مودې راهسیې ډاکټران تېښتول کیږي او د دوی په وېنا، د پېسو ورکولو وروسته د تېښتونکیو له منګولو را خلاسیږي.

په بلوچستان کې د ډاکټرانو اتحادیې صوبایي جنرل سیکرټر ډاکټرآفتاب کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل:

٫٫موږ دا وخت دوې غوښتنې لرو او له حکومته غوښتنه کوو، چې دغه غوښتنې دې راپوره کړې،ګڼې بیا به احتجاج ته مخه وکړو.زموږ غوښتنې دا دي چې یو خو موږ هغه ټولې پېسې له حکومته بیرته غواړو،کومې چې ډاکټرانو له تېښول کیدو وروسته تېښتونکیو ته ورکړې دي او ځان یې د هغوی له منګولو را خلاس کړی دی او بل دا چې موږ له حکومته د ځان او د کور د ساتنې لپاره ګامونه غواړو.٬٬

ډاکټر آفتاب کاکړ زیاته کړه،دوی د دغو غوښتنو د منلو په لړ کې حکومت د څلورو اونیو وخت ورکوي.که په دغه ټاکلې موده کې ورته مثبت ځواب ورنه کړل شو نو دده په خبره بیرته به د تېر غوندې په هسپتالونو کې په هړتال کولو لاس پورې کړي.

بلخوا ته د ډاکټرانو اتحادیې صوبایي مشر،ډاکټر سلطان ترین رسنیو ته ویلې چې نږدې هر تېښتول شوی ډاکټر په پېسو ورکولو راخلاص شوی دی.

٫٫ داسې مثال زموږ مخ ته نشته،ګوا کې کوم ډاکټر دې تېښتول شوی وي او هغه دې له پېسو ورکولو پرته راخوشې شوی وي.ډاکټر غلام رسول و تېښتول شو او هغه تېښتونکیو ته ۱ کروړ پاکستاني روپۍ ورکړې.ډاکټر دین محمد بنګلزیي په ۲۵ لکه روپیو راخلاس شو او د ډاکټر نن لعل زوی و تېښول شو،نوموړي یې د راخلاسولو لپاره تېښتوونکیو ته شپېته (۶۰) لکه روپۍ ورکړې.٬٬

بل اړخ ته د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټر،عصمت الله کاکړ د ډاکټرانو له اړخه د تاوان د پېسو غوښتنه بې ځایه او نورې یې جایزې وبللې .نوموړي مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل،چې دا ممکنه نه ده چې ډاکټرانو ته دې د تاوان پېسې حکومت ورکړي

٫٫ موږ به په هیڅ صورت کې ډاکټر انو ته هغه پېسې ور نه کړو ،کومې چې دوی په تاوان کې تېښتوونکیو ته ورکړې دي.بیا به نو سبا هر سړی تېښتول کیږي او تر حکومته به ځان را رسوي چې تاوان یې ادا شي. حکومت هیچا ته هم د تاوان ورکولو مشوره نه تر اوسه ورکړې او نه به یې ورکړي،بلکې هر چا ته دغه خواست کوي چې د تېښتول شوي کس د راخلاصولو لپاره دې له حکومت او انتظامییې سره مرسته وکړل شي. تر څو د ډاکټرانو د ساتنې خبره ده.بالکل دا د حکومت کار او ذمه واري ده کې ډاکټرانو او هر چا ته ساتنه ورکړي او د ډاکټرانو په حواله بیخې زیات ګامونه اخیستل شوي دي او لا هم په دغه لړ کې له دوی سره خبرې روانې دي.٬٬

یاده دي وي، په بلوچستان کې له تیرې څه مودې راهسیې د ډاکټرانو د تېښتونو لړۍ روانه ده،چې پر ضد یې ډاکټرانو په سخت احتجاج او په هسپتالونو کې په هړتال لاس پوري کړی وو،خو په تیره اونۍ کې په کوټه کې د بلوچستان امن و امان کېس اورېدنې پر مهال،د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چوهدري پر هدایاتو یې هړتال ختم کوی،خو ولې اوس بیرته یې اعلان کړی،چې که په څلورو اونیو کې دننه د دوی یادې غوښتنې نه ومنل شوې،نو بیا به هړتال او احتجاج ته مخه وکړي.

XS
SM
MD
LG