د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پلټونکې ډله او د بلوڅانو تمه




بوریوال کاکړ

پراګ : د ملګرو ملتونو یوه څلور کسیزه ډله دا وخت په پاکستان کې ده او هلته د ورکو کسانو په اړه پلټنې کوي. دا ډله به په ټول ملک کې د ورکو کسانو له کورنیو ، د بشري حقونو له سازمانانو ، د ورکو خلکو لپاره له کارکوونکو تنظیمونو ، سیاسي خلکو او حکومتي چارواکو سره لیده کاته کوي. د ورکو خلکو موضوع نه یوازې په پاکستان کې بلکې په نړیواله کچه هم د بشري حقوقونو لپاره د کار کوونکو اندېښنې را پارولې دي.

په دې ورکو خلکو کې لویه برخه د بلوڅ وګړو ده چې دوی یې شمېر په زرګونه او د پاکستان حکومت یې په لسګونه ښي. زموږ همکار بوریوال کاکړ د دې مالومولو هڅه کړېده چې د ورکو خلکو کورنۍ ، بلوڅ ملت پال ، د بشري حقونو تنظیمونه او شنونکي د ملګرو ملتونو له دې ډلې څخه څه تمه لري. راځی چې رپوټ یې په ګډه واورو.

د بلوچستان د نوشکي د سیمې اوسېدونکی محمد بلال هغه کس دی چې د خالد بلال په نامه څلرویشت کلن زوی یې له تېر یوه نیم کاله راهسې ورک دی.

محمد بلال وايي ، دا به ډېره ګرانه وي چې د ملګرو ملتونه دا ډله دي ټول ورک بلوڅان راپیدا خو د هغه په خبره دومره کولای شي چې د دوی فریاد واوري.

(موږ ډېر مظلم یو ، موږ غواړو چې زموږ یو فریاد به ټولې دنیا ته ورسیږي دا چې موږ دلته په څومره مجبوري کې ژوند تېروو. موږ له ملګرو ملتونو دا غواړو چې د نن سبا حالاتو ته په کتو سره دي دوی دلته مداخلت وکړي ، دلته دې بهرنۍ نړۍ پوځ راشي ، ځکه چې دلته زموږ ژوند په خطر کې دی ).

د ورکو بلوڅانو لپاره د کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مسنګ پرسن) مشر عبدالقدیر مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو څېړنیزه ډله به د روانې میاشتې پر څوارلسمه نېټه کوټې ته ورشي.

هغه وویل، دا ډله به د ورکو او وژل شوو کسانو د کورنیو تر څنګ د دوی له سازمان او سیاسي مشرانو سره هم وګوري.

د عبدالقدیر په وینا، دوی له دې ډلې سره د لیدو لپاره هر ډول ثبوتونه راغونډ کړي دي.

( موږ خپله ټوله تیاري کړېده ، موږ لسټونه هم اېستلي دي ، تر اوسه څوارلس زره بلوڅان ورک دي. په دې کې د پنځه سوه کسانو خراب شوي مړي موندل شوي دي او څلور سوه داسې دي چې مخامخ ویشتل شوي دي ).

عبدالقدیر زیاته کړه ، د دوی تنظمیم هیله لري چې د ملګرو ملتونو دا پلاوی به د ورکو بلوڅانو د کورنیو ږغ تر نړۍ ورسوي.

د بلوڅ ملتپال ګوند ، نشنل پارټۍ له یو مرکزي مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ څخه مي وپوښتل چې د دوی ګوند د ملګرو ملتونو له دې ډلې څه تمه لري؟

نو هغه راته وویل ( په بلوچستان کې دومره پېښې شوي دي او دا ټولې مقدمې په سپریم کورټ کې هم له ځنډ سره مخامخ دي ، موږ دا هیله لرو چې د ملګرو ملتونو په قرارداد کې او له هغه وروسته پاکستان چې په خپل ائین کې د خلکو لپاره کوم بنیادي انساني حقوق منلي دي د هغوی خیال به وساتي او هغوی به تر پښو نه لاندې کوي ).

د بل بلوڅ ملتپال ګوند بلوچستان نشنل پارټۍ مخکښ ډاکټر جهانزیب جمالدیني بیا وايي ، د پاکستان د اسټبلشمنټ فکر نه دی بدل شوی خو دوی بیا هم هیله لري چې نړۍ به فشار پرې واچوي.

( زموږ د اسټبلشمنټ مزاج اوس هم د یو زورور او فاتح دی. نو تمه دا لرو چې دا ظلم او ستم به لږ څه کم شي. د بشري حقونو به تر څه ځایه خیال وساتل شي. ملګري ملتونه او نورې ادارې به پر دوی فشار واچوي ، چې دوی د بشري حقونو یو څه خیال وساتي. چې موږ هم انسانان وګڼل شو او موږ هم له خپلو وسایلو او بنیادي اړتیاوو ګټه واخلو ).


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک




د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن له مشرې ظهرا یوسف څخه مي وپوښتل چې دوی له دې ډلې څخه څه تمه لري او که نه؟

نو ظهرا یوسف وویل چې له دې سره به د نړۍ پام پاکستان ته واوړي خو دا بیا هم په پاکستان پورې اړه لري چې په دې لړ کې څه ګامونه پورته کوي.

( ښکاره خبره ده چې دا د پاکستان په حکومت پورې اړه لري چې د ملګرو د ملتونو د ډلې وړاندیزونه تر کومه حده عملي کوي. خو زما په فکر د دې ډلې له راتلو او بیا د دې ډلې له د رپوټ له خپرېدو سره پر حکومت یو اخلاقي فشار زیاتیږي چې له دې مسلې سره مناسب چلن وکړي ).



د سیاسي او دفاعي چارو کارپوهه ډاکټره عایشه صدیقه وايي ، دې ته نه ښکاري چې د دې ډلې پاکستان ته تګ دي د حالاتو په بدلون کې یو لوی رول ولري.

د دې په فکر که چیري د ملګرو ملتونو دې ډلې د بشري حقونو له کارکوونکو سره وکتل نو به یوازې دومره وشي چې له حکومتي دریځه بیل به یو بل فکر تر دوی ور ورسیږي.

( زما په فکر چې د ملګرو ملتونو د ډلې له راتګ سره چې څه کیږي هغه دا دي چې پر پاکستان نړیوال فشار را روان دی. که چیري دوی د پاکستان د بشري حقونو د سازمانو له غړو سره ویني نو به یو تصویر ورته وړاندې شي خو که یې چیري حکومت له خپلو خلکو سره کښېنوي نو بیا خو ښکاره خبره ده چې هغوی خو به دا نه وايي چې په دې کې ریاست او حکومت لاس لري ).

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مرستو د تنظیم ویاندې حمېرا محبوب مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د دې څېړنیزې ډلې غړي اوس مهال د خپل کار په اړه خبرو ته نه دي تیار.

( هغوی د امنیتي ستونزو له کبله داسې دي چې چا ته نه وايي چې دوی به څه کوي. خو زه تاسو ته دومره ویلای شم چې دوی به کوټې ته هم ځي ، پېښور ته به هم ځي ، په اسلام اباد کې خو نن سبا دي. لاهور ته به ځي او کراچۍ ته به ځي ).

د حمېرا محبوب په وینا ، د ملګرو ملتونو دا ډله به د شپټمبر پر شلمه نېټه په اسلام اباد کې یوه خبري غونډه کوي او له هغه وروسته به په پاکستان کې د ورکو کسانو په اړه خپل تیار کړی رپوټ هم د پاکستان کومت ته سپاري او هم به یې بیا ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG