د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کونړ کې دې سرحدي سرتېري او پولیس زیات کړل شي"





روح الله انوري کونړ

د دوشنبي په ورځ دمشرانو او ولسي جرګي دکورني امنیت دکمیسونونو مشرانو ،دکورنیو او دفاع وزارتونو چارواکو کونړ ته سفر وکړ. له دغو مشرانو څخه دکونړ دسرحدي ولسوالیو قومي مشرانو وغوښتل چي باید په سرحدي سیمو کي دملي اردو او سرحدي پولیسو سرتیري زیات او په هرډول وسایلو دي سمبال کړی. د دفاع وزارت دلوی درستیز مرستیال ډګرجنرال محمد اکرم دخلکو دغوښتونو په ځواب کي وویل چي دوی به يي ستونزي او وړاندیزونه ولسمشر ته ورسوي.

ددانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خانجان دغونډی برخه والو ته وویل چي پنځه میاشتي کیږي .ددوي کورونه دپاکستاني بوځ دتوپونو په ګولیو لګیږي .او به سیمه کي داسي افغاني ځواک وجود نلری چي د دغو بریدونو مخه ونیسي. نومرکزي حکومت ته پکار ده چي دانګام ته نوي ځواکونه ولیږي.

((په دانګام دره کي زموږ ملي پولیس هم کم دي.اړتیايي زیاته ده او تعداد يي زیات کړي او پوره وسله وسله ورته ورکړئ.همداراز دسرحدي پولیسو شمیر هم کم دی ،یو کنډک يي زیات کړئ او په عصری وسلو يي سمبال کړئ. ملي اردو هم سیمي ته ولیږئ .کوم ځایونه چي دداود خان له وخت څخه وروسته خالي پراته دي .لکه دګوریګا طرف،د ډنډي کنډو اودخاره کنډو دی داخوشي پراته دي. باید چي هلته لاړ شي او خپل ځایونه ونیسي .))

دناړۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي لاجبر وویل که چیرته افغان ځواکونه په نوو او درنو وسلو سمبال شي ،نو ولس يي ترڅنګ ولاړ دی او دخپلي خاوري دساتني لپاره به جهاد کوي.

((که زموږ سرحدي پولیس دي. که ملي اردو ده. عصري وسلي او وسایل ورکړي. قوم د هغو تر شا دی پدي تاسو ته ډاډ درکوو. یواځي يي نه پریږدو. د خپل ځان دفاع کول دا بهترین جهاد دی.دخپل ناموس دفاع کول دابهترین جهاد دی.دخپلي خاوري دفاع کول دابهترین جهاددی.))

په ولسي جرګه کی دکونړ استازي حاجي سخي مشواڼي وویل ددي پرخاي چي نړیوال اوافغان ځواکونه سرحدي کرښو ته لاړشی او هلته دپردیو ځواکونو دبریدونو مخه ونیسي ،ټول دسیند په لور هوارو سیمو ته راروان دي.

((دوي هم له سرحد څخه راکش کوي او دسیند خواته راځي.ملي پولیس اوملي اردوهم دسیند غاړي ته راځي.زموږ مشکل هم باکستان پرسیند دی.نو مشکل چي په سیند دی نو له سیند څخه دي لاړشی او سرحدونه دي وساتي .))

دکونړ والي ،قومي مشرانو او نورو ټولو استازو له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په سرحد کي دپوځونو دزیاتوالي او دهغوي دتجهیز غوښتنه کوله چي په ځواب کي يی ددفاع وزارت دلوي درستیز مرستیال ډګرجنرال محمد اکرم ټولو سره ژمنه وکړه .چی ددوي غوښتني به ولسمشر ته ورسوي.

((پاکستان داغواړي چي ته په منطقه کي اعتبار او حثیت پیدا کوي. دعزت خاوند کیږي. والله که دي پریږدم .زه به ستاسو ژړا او فریاد مشرانو ته رسوم ))

دکونړ د چارواکو او خلکو په وینا چی په تیرو پنځوو میاشتو کي دپاکستان له لوری دپنځه زرو په شاوخوا کی دتوپونو توغندې راغلي دي. خو تراوسه نه افغانان او نه هم نړیوال په دي بریالي شوي چي پاکستان له دغو بریدونو منع کړي.

XS
SM
MD
LG