د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بارانونو ځاني و مالي تاوانونه اړولي




نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې له تیرو دوو ورځو روانو بارانونو سخت ځاني و مالي تاوانونه رامنځ ته کړي دي او په ځینو سیمو کې یې سیلابي بڼه خپله کړې ده. چارواکیو په ضلع قلعه سیف الله او ضلع لورالایي کې په ترتیب سره د ۴ او ۳ کسانو د مړینې پخلی کړی دی.

په ضلع قلعه سېف الله کې د لیویزو مشر،رسالدار محمد افضل مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل،له سختو بارانونو ۴ کسان مړه شوي او یو شمېر مالي تاوانونه را منځ ته شوي دي٫٫په سیمه کې بارانونه تاواني ثابته شوي دي.

د خلکو کورونه یې وړې دي او په لوړې کچې یې خلک بې کوره کړي دي.په رود جوګیزیي سیمه کې سیلاب ۴ کسان وړي او وژلي دي.دغه شان دوه کسان لا هم ورک دي.خلک ډیر په تکلیف دي او شنه اسمان ته ناست دي.٬٬


د لیویزو مشر زیاته کړه،حکومت له بارانونو اغیزمن خلکو سره مرستې پېل کړې دي :

٫٫حکومت په لوړې کچې مرستې پېل کړې دي.دا وخت هم زه هلته ولاړ یم،چرته چې حکومت خلکو ته خیمې،کمبلې،خوراکې څیزونه او نور ضروري سامان ور کوي.د سیمې وزیر مولانا واسع او نور حکومتي چارواکې د متاثره شویو سیمو د کتلو په حال کې دي او هیله ده چې حکومت به ډیر ژر وضع قابو کړي.٬٬

بلې خوا ته له ضلع لورالایي رارسېدلې راپورونه وایي چې هلته هم بارانونو د مالي تاوانونو تر څنګ انساني تلفات رامنځ ته کړي دي.د دغې ضلعې چارواکیو د ۳ کسانو د مړینې او د یو شمیر د بې کوره کیدو پخلی کړی دی.د لورالایي ځایي اوسېدونکی حکمت یار د سیمې حال مشال رېډیو سره شریک کړ٫٫پرون د شپې ناوخته د کچ عمقزیي بند (ډیم) رامات شو،چې له وجې یې ۳ کسان سېلاب یووړ.د افغان کډوالو کیمپ ٫٫کټوی٬٬ ته هم دغه اوبه ورننوتې دي او هلته یې یو شمېر کورونه له منځه وړي دي.د دې تر څنګ سیلابونو د خلکو فصلونه هم په زیاته کچه یا خو له منځه وړي دي او یا یې تاوانونه ور اړولې دي.٬٬

د ضلع زیارت په سنځاوی سیمه کې هم بارانونو فصلونو ته تاونونه اړولې دي.د خلکو په وېنا،یاده سیمه زرعي سیمه ده او دلته د یو شمیر خلکو د روزۍ او روزګار اړه هم له زراعت سره ده او اوس دغو بارانونو د دوي پر روزګار سخت ګوزارونه کړي دي

بل اړخ ته د موسمیاتو ادارې یو مشر او چیف میترولوجسټ،محمد ریاض له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په راتلونکې څو ساعتونو کې به هم د بارانونو امکان موجود وي ٫٫که څه هم بارانونه په زیاته کچه شوي دي،خو داسي وضع لا هم نه ده جوړه شوې،ګوا کې سیلابونه راوړي،لکه چې په کال ۲۰۱۰م کې یې په ټول ملک کې راوړي وو.زما په فکر دغه بارانونه به ښه اثرات واچوي او د اوبو مځکنۍ کچه په پورته کولو کې به مرستندویه ثابته شي.٬٬

یاده دي وي،د مُلک د نورو سیمو په ګډون،د بلوچستان صوبې په زیاتره سیمو کې د سختو بارانونو راپورونه ترلاسه شوي دي او د خلکو په وېنا،دا بارانونه په داسي حال کې کیږي،چې له تیرې اوږدې مودې را روانې وچ کالۍ یو شمېر خلک او سیمه متاثره کړې .که څه هم دغو تازه بارانونو مالي و ځاني تاوانونه اړولي دي،خو د خلکو په وېنا،دا به د اوږدې وچ کالۍ په کمولو کې هم ډیر مثبته رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG