د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار باسکیټبال ټيم دريم مقام وګاټه




بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال آباد : د ننګرهار د باسکټبال ټيم په کابل کې د ولايتي لوبو په سيالۍ د اخلاقو په نوم کپ ننګرهار ته راوړ.

دا لوبې چې د ټول افغانستان په کچه څو ورځو وړاندې په کابل کې پيل شوې وې، پای ته رسيدلي او ننګرهاري ځوانانو په کې دريم مقام تر لاسه کړو.

د دغه ټيم کپتان حامد جواد هم د خپل ټيم لپاره د اخلاقو په نوم کپ وياړ وګاڼه.

« زموږ لپاره دا ټورنمنټ ډير مهم و. موږ د فيدراسيون له امر څخه مننه کوو چې موږ ته په ولايتي سياليو کې د لوبې کولو چانس راکړو او موږ وکولای شوو چې د اخلاقو کپ ننګرهار ته راوړو.»

د دغه ټيم يو بل تن لوبغاړی اسد الله قيص وايي. سره له دې چې دوی په سمه توګه تمرين هم نه و کړی خو بيا يې هم کپ وګاټه.

« تقربياٌ دوه درې مياشتې موږ تمرين نه و کړی، يو خو مخې ته روژه راغله چې موږ په کې هيخ تمرين نه و کړی او بيا له اختر نه وروسته چې موږ ته د په سياليو کې د برخې اخيستو مکتوب راغلو نو موږ ايله څو ورځې په دې وتوانيدو چې تمرين وکړو. د ګټې په اميد موږ کابل ته لاړو، درې لوبې مو وکړې چې دوه يې په کې موږ وګټلې»

د ثنا الحق په نوم يو بل تن لوبغاړي په هغو ځوانانو چې خپل وخت عبث تيروي غږ کوي چې دوی سره د باسکټبال ټيم کې غاړه شي.

« په ننګرهار کې زياتره ځوان دي چې خپل وخت هسې ضايع کوي، زما له هغو ټولو ځوانانو څخه دا هيله ده چې د وخت د ضايع کولو پر ځای دې راشي او زموږ په ټيم کې دې شامل شي، چې هم خپل ځان ته او هم ننګرهار ته نوم وګټي.»

ځوانان په عمل کې ټولنې د باسکټبال د ټيم غړو ته د دوی د اړتيا وړ توکي برابر کړي وو، د دغه ټولنې يو تن فعال غړی حمدالله ارباب وايي چې د ټولنې له موخو څخه يې يوه دا هم ده چې ځوانان ورزش ته رابولي او د دغه لارې سولې ته کار وکړي.

« زموږ د ځوانان په عمل کې ټولنې د نورو پروګرامونو تر څنګ يو سپورټ ته د وده ورکول هم شامل دي، موږ غواړو چې ځوانان سپورټ ته تشويق کړو او د دې لارې وتوانيږو چې په کليو، بانډو او ښارونو کې د سولې فضا رامنځته کړو. کومې مرستې چې زموږ ټولنې کړي، هغه دومره د حساب وړ نه دي، موږ په دې وياړو چې زموږ ځوانان په دې وتوانيدل چې د اخلاقو په نوم مډال يې ننګرهار ته راوړو. موږ غواړو چې نورو ځوانانو ته هم دغه مثال وړاندې کړو چې ځوانان نه يوازې دا چې سپورټ وکړي، بلکې يوه ښه اخلاقي نمونه هم واوسي.»

ياده دې وي چې په ننګرهار کې د تيرو دريو کلونو راهيسې د باسکټبال ټيم فعاليت کوي چې په لومړي ځل يې ننګرهار ته د اخلاقو په نوم کپ راوړ.

XS
SM
MD
LG