د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بارانونو تر سلو پورې کسان وژلي






د پاکستان ملک په زياتره سيمو کې نن د نهې په ورځ هم د بارانونو وريدو لړۍ روانه ده او د آفتونو د نظم قامې اداري اين ډي ايم اې د مالوماتو له مخې بارانونو په ټول ملک کې نژدې سل کسان وژلي څه نا څه ٧٠ یې ژوبل کړي دي.

د موسمياتو محکمې يو اعلې چارواکې محمد رياض د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په خبرو کې وويل چې له تيري يوه اونۍ راهیسې په سیند صوبه، جنوبې پنجاب، بلوچستان په ځینو برخو کې په ګلګت بلتستان کې، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير، اسلام آباد او خيبر پښتونخوا کې په دمه دمه بارانونه وريږې او نن د نهې په ورځ د بارانونو زور کم شوی دی او په راتلونکې ٢٤ ساعتو کې به د باران وريدو لړۍ نوره هم کمه شې.

په سيندونو کې د سيلاوونو په باب د محمد رياض وينا وه چې د سيلاوونو راتللو هيڅ خطره نشته او دا وخت د ملک ټول دريابونه د معمول مطابق بهيږې صرف په دريايي سیند کې د ګیدو او سکهر بيراج په مقام د ټیټې کچې سيلاب دی او په کابل درياب کې د نوښار په مقام دا وخت ٣٧ زره کيوسیک اوبه تيريږي او هلته هم د سيلاب څه خطره نشته.


د آفتونو د نظم قامې اداري اين ډي ايم اې وياند ارشاد بټي مشال ريډيو ته وويل :( په ملک کې د بارانونو لوجې ١٦٥٠ کورونه په مکمله توګه او څه له پاسه اووه زره کورونو ته په جزوي توګه نقصان رسيدلی دی، خو له دې متاثره شويو خلکو سره زموږ امدادي هلې ځلې روانې دي او موږ قريبا ١٠٠٠ خيمي خيبرپښتونخوا ته ليږلې دي او ٥٠٠ خيمي موږ پنجاب حکومت ته ورکړي دي. له دې علاوه په څلورواړو صوبو کې د تحصيل، ضلعو او په صوبايي کچه ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي خپلې هلې ځلې کوي او په کومو ځايونو کې چې د خلکو خوندي ځايونو ته د انتقالو خبره ده نو پوځ هلته امدادې کاروايانې کوي.

نوموړي زياته کړه چې په راتلونکې يوه یا دوو اونیو کې به له متاثره سيمو اوبه ووځې او متاثرين به واپس خپلو کورونو ته لاړ شې او چې کومو خلکو کورونه په جزوي يا په مکمله توګه تباه شويدي نو حکومت به له هغوی سره د خپلو کورونو جوړولو لپاره مرستې کوې.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG