د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۲۵ میلیونه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي




ظفرکریمي مشال راډيو

کراچۍ : د ماشومانو لپاره کارکونکي نادولتي تنظیم سپارک د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې خواوشا پنځه ویشت میلیونه ماشومان سکولونو ته نه ځي ـ

د یادې ادارې په کلني رپورټ کې راغلي دي چې د ماشومانو سکولونو ته د نه تلو لویې وجې غربت، ترهګري، قدرتي افتونه او د ولسي خلکو د تعلیم په لور توجه نه ورکول دي ـ ددغې ادارې په کراچۍ کې مشر سهیل ابړو مشال ریډیو ته په دې باب وویل:

((د ماشومانو له سکولونو د بې برخې پاتې کیدو یوه لویه وجه داده چې په تېرو دووکلونو کې سیلاوونو سکولونه لاهو کړل او یا هغه خلک چې سیلابونو ځپلې و ، سکولونو کې دیره شول ـ او ددې له وجې د زده کونکو په تعلیم اغیز پریوت ـ بله وجه یې داده چې د پاکستان په لېرې پرتو کلیو او بانډو کې یا خو سکولونه نشته او یا که شته هم نو هغه د سېمې بااثره خلکو په ولکه کې وي او د سکولونو ودانۍ هغه خلک یا ډلې د خپلو شخصي کارونو له پاره کاروي ـ دریمه لوی سبب ترهګري ده چې له وجې یې خلک کډوال شوي او سکولونه پکې نړول شوي دي))

د هغه په خبره د بدامنۍ له وجې یوازې په خېبر پښتونخوا صوبه کې تراوسه ۷۱۰ سکولونه وران شوي دي ـ

په رپورټ کې راغلي دي چې د تېرو دوو کلونو په موده کې په سند او بلوچستان صوبو کې د راغلو سیلابونو له کبله خواوشا ۹۸۰۰ سکولونه زیانمن شوي دي ـ چې زیاتره یې لاهم وران پراته دي او زده کونکي یې یا خو سکولونو ته نه ځي او یا هم دغه زده کونکي تر شنه اسمان لاندې په زده کړو کولو مجبور دي ـ

د تعلیم د چارو څیړونکې ډاکټر سرفراز خان وایي په پاکستان کې وار د مخه د زده کړې له پاره د سکولونو شمیر کم و خو د ترهګرۍ اوسنۍ لړۍ او قدرتي افتونو د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ د تعلیم په نظام بدې اغیزې کړي دي ـ

د ډاکټر سرفراز خان په وینا د نړۍ هغه ملکونه چې د تعلیم شرح په کې سل په سلو کې ده هلته خلک اسوده او خوشال دي او هغه ملکونه چې د تعلیم شرح پکې د پاکستان په څېر پکې د ۵۰ فیصدو نه لاندې ده ، دغلته د جرمونو او غریبۍ سطحه لوړه ده ـ

د نوموړي په وینا په پاکستان کې د ماشومانو د تعلیم د اوسني صورتحال د ښه کولو دپاره که اقدامات ونه شي او په بجټ کې د تعلیم دپاره ځانګړې شوي پیسې زیاتې نه کړې شي نو د تعلیم او زده کوونکو په موجوده حالاتو کې بدلون راتلل ممکن نه دي ـ

XS
SM
MD
LG