د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون کلتوری موزیم به ژر پرانیستل شي




فرخنده وزیر مشال راډيو

پراګ:- په پیښور پوهنتون کې د پښتنو د کلتور او د دوی د مشرانو په اړه داسې یو عجایب ګر جوړ کړل شوی دې، چې پکې پخواني تاریخې شیان کیښودل شوي دي، خو د فنډ کمي له وجې تر اوسه د خلکو لپاره نه دی پرانستل شوی، د پښتو اکیډمۍ چارواکي وایي دوی غواړي د پښتنو د مشرانو تر استعمال لاندې راغلي شیان پیدا کړي ، او په دغه میوزیم کې یې خوندي کړي.

د دې میوزیم نوم پښتون کلچرل میوزیم دی، چې په ۲۰۰۶کال کې د جوړولو منظوري ورکړل شوې وه، او په ۲۰۰۹م کال کې سر ته ورسید . پروفیسر ډاکټر سلمه شاهین وایي، دوی او د پښتو اکیډمۍ زده کونکي په دې لګیا دي، د پښتنو د مشرانو لکه خوشحال خان خټک ، عبدال حمید ، رحمان بابا او د پښتنو د سیاسی مشرانو په اړه مالومات راټول کړي، د هغوي قبیلو ته ورسیږي او د هغوي د استعمال ومومي.

سلمه شاهین وایي(( دوی په دغه میوزیم کې د خوشحال بابا او رحمان بابا تصوراتی تصویرونه او د هغوي په اړه مالومات اېښي دي، او د هغه شیانو لپاره هم کوشش کوي، چې د پښتنو د پخوانیو مشرانو په استعمال کې وو ، خو دا ډیر فنډ غواړي، او د دوی ذده کونکي په دې لړ کې خپل کوششونه کوي، دوی له خلکو هم غوښتنه کوي ، چې تاریخي شیان باید د میوزیم چارواکو ته حواله کړي))


په دې عجایب ګر کې د پښتنو د استعمال زاړه او کلتوري سامانونه لکه مېچن ،ګارګه، چیلم، رباب، منګی ، ببوزې، توڼۍ ، شکور ، چج او یو شمیر نور شیان کیښودل شوي دي ، چې ورسره په انګریزۍ کې د دغه څیز د استعمال په اړه هم لیکل شوي دي.

د پښتو اکیډمۍ پخوانۍ مشر او لیکوال ډاکټر راج ولي شاه خټک وایي، باید د پښتنو د کلتور د نښو نښانو د محفوظه ساتلو لپاره موږ ټول په ګډه کار وکړو. راج ولي شاه خټک دا هم وایي د مادي سره سره د غیر مادي موادو د خوندي کولو لپاره هم کار وشي.

سلمه شاهین وایي، د دغه عجایب ګر وداني یې هم د ګندهارا تهذیب په طرز جوړه کړې چې د دغه سیمې زوړ تاریخ څرګندوي. او زیاتوي ، دا غواړي د استعمال د هر یو څیز لکه منګي او رباب سره یوه ټپه هم ولیکي، او اوس په دې کار کوي د پخوانیو مشرانو په اړه مالومات راټول کړي، او له دې وروستو به وکولای شي، دا میوزیم د خلکو لپاره پرانیزې.

XS
SM
MD
LG