د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حقاني ډله ترهګر ګرځول ښايي ګټه ونه لري"




په ریډیف ټکی کام نومي ووبپاڼې یوه لیکنه خپره شوې ده چې په کې راغلي، د حقاني وسله والې شبکې د ترهګر سازمان په نوم، نومول ښايي ډېر ګټور نه وي. په دې لیکنه کې راغلي، امریکا باید د حقاني شبکې ماتولو له پاره پر پاکستان سزايي فشار زیات کړي. دا چې ولې یوازې د حقاني ډلې تر بندیز لاندې راوستل به د دې ډلې په ماتولو کې مرسته و نه کړي، او ولې دې پر پاکستان فشار زیات کړل شي؟


په ریډیف ټکي کام ووبپاڼه کې د شنونکي بي رامن په خپرې شوې لیکنه کې راغلي، په امریکا کې د حقاني شبکې د ترهګرې ډلې په نوم، د نومولو ملاتړي وايي دا کار به په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې د دې ډلې له پاره د مالي مرستو مخه ونیسي.

خو پاکستانیان فکر کوي چې له دې ګام سره به د واشنګټن و اسلام اباد اړیکي خراب شي. په پاکستان کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي، تېر کال د امریکايي پوځ مشر ایډمرل مایک ملن ویلي ول چې حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مټ دی. نو د دې چارواکي په خبره، پر حقاني ډلې بندیز به د پاکستان و امریکا په اړیکو کې شوی پرمختګ هم ختم کړي.

لیکوال لیکي، هر کله چې پر یوې ډلې بندیز لګي نو موخه یې دا وي چې د هغې ډلې له پاره مالي سرچیني بندې کړل شي. د حقاني ډلې د بهرني ترهګر سازمان په نوم، نومول به هم په امریکا کې د اوسېدونکو مخه ونیسي چې دې ډلې ته خیرات ور نه کړي. خو دا ډله له امریکا پر راغلیو پیسو تکیه نه کوي نو ځکه دا بندیز به د دې ډلې پر عملیاتي صلاحیتونو ډېر کم اثر ولري.

په مقاله کې راغلي، له ۱۹۹۷ز کال راهیسې امریکا د ډلو د ترهګرو په نوم نومول پیل کړي دي. خو له هغه وخته راهیسې یوه ډله هم داسې نشته چې د دې بندیزونو له کبله ماته شوې وي او ټولو ډلو خپل کار ته دوام ورکړی دی.

امریکا په ۱۹۹۷ز کال کې، په سري لنکا کې د تامل پړانګانو ډله ترهګره وګرځوله خو دا ډله تر ۲۰۰۹ز کاله ژوندۍ وه، او د بندیزونو له کبله ماته نه شوه، بلکې سري لنکا چې د دې پر وړاندې عملیات وکړل نو ماته یې کړه. همدا راز، امریکا، په پاکستان کې حرکت الانصار یا حرکت المجاهدین ډله هم ترهګره ګرځولې. په بنګله دېش کې یې حرکت الجهاد اسلامي ترهګره ګرځولې، خو دا ډلې اوس هم خپل کارونه کوي.

لیکوال لیکي، د دې لامل دا دی چې په پاکستان، بنګله دېش او افغانستان کې د داسې ډلو له پاره مالي مرستې د خلیج له عربو هیوادونو، او د ځینې استخباراتي ادارو له خوا ورکول کېږي. لیکوال په استخباراتي ادارو کې د سعودي عرب او پاکستان هغه یادې کړې دي.

په مقاله کې راغلي، یوازې پر پاکستان جزايي یا سزايي فشار حقاني ډله ماتولای شي. دا ډله په شمالي وزیرستان او کورمه کې له پټنځایونو خپل کار کوي. لیکوال وايي، دا ډله د پاکستان له آی ایس آی سره نېږدې اړیکي لري. آی ایس آی د حقاني ډلې مشرانو له ځای او حرکته ښه خبره ده. آی ایس آی دا واک لري چې له امریکا سره دا ډله ماته کړي خو زړه نا زړه ده ځکه غواړي حقاني شبکه د بهرنیو پوځیانو تر وتو وروسته په افغانستان کې نفوذ ولري.

په مقاله کې راغلي، امریکا په دې حالت کې نه ده چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړي دولت یا ریاست په توګه اعلان کړي ځکه چې که دا کار وکړي نو ورسره به یې ډیپلوماټیک اړیکي ختم شي، د پوځ او استخباراتي ادارو تر منځ همکاري به هم پای ته ورسي او پاکستان ته به ټوله پوځي او اقتصادي مرسته هم ودروي. نو یو امریکايي حکومت هم دا کار نشي کولای.

مقاله زیاتوي، همد راز، امریکا له خپلې خوا په پاکستان کې د اېبټ اباد طرز عملیات هم نشي کولای نو یوازینۍ لار ورسره دا وه چې د حقاني شبکه د بهرني ترهګر سازمان په توګه ونوموي.

ژباړه: پامیر ساحل

XS
SM
MD
LG