د لاسرسي ځای

کندوز: ځانمرګي برید ګڼ افغانان مړه او ژوبل





د کندوز په مرکز کې نن ماسپښین یوه ځانمرګي برید د افغان پولیس په ګډون ګنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پولیس یوه چارواکي عبدالغفار تقوی مشال راډیو ته وویل، لومړني معلومات ښيي، چې په برید کې ۱۶کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری عام افغان وګړي او یو شمېر پولیس دواړه شامل دي.

دغه حمله د کندوز ښار په مرکزي چوک کې د عامه نظم په پولیسو شوې ده

XS
SM
MD
LG