د لاسرسي ځای

د م.م ډله په پاکستان کې د ورکو کسانو معامله څېړي



دملګرو ملتونو څلورکسیزه کاري ډله د اوليور ډي فرووېل په مشرۍ کې پاکستان ته ورسېدله چې په دغه هېوار کې د تریتم کسانو برخلیک وڅېړي.

دغه ډله به د خپل سفر پر مهال د بې درکه کسانو په اړه تفصيلات، وجوهات او د هغوی د راپرېښودو په لړ کې په حکومتي قداماتو خبرې اترې کوي.

له مشال رېډيو سره خبرو کې د ملګري ملتونو پاکستان کې د مطبوعاتو د څانګې يو چارواکې حميرا محبوب وویل، چې د م.م ډله د پاکستاني حکومت په بلنه اسلام آباد ته راغلې ده. دوی به دلته د مختلفو سيمو دورې کوي او په دې دوران کې به د حکومتي چارواکو، مدني ټولنو له غړو او د تریتم کسانو له کورنیو سره ویني.

نوموړې د دغې ډلې د اعتبار (مېنډېټ) او د هغوی په باب له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه او ویې ويل چې د م.م ډله تر وخت مخکې ډېرې خبرې کول نه غواړي.

پاکستان ته د م.م د ډلې په ورتګ د بشري حقونو او بې درکه کسانو د راخوشي کولو له پاره کارکونکو غېرسرکاري تنظيمونو او د تریتم کسانو خپلوانو خوشحالي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې حقایق به رابرسېره شي.

د بې درکه کسانو د موندلو له پاره کارکوونکي تنظيم ډيفنس اف هيومن رایټس مشرې آمنه مسعود جنجوعه مشال رېډيو ته وویل چې پاکستان کې حکومتي چارواکي د دوي ثبوتونه او نور څېزونه نه مني نو کېداﺉ شي، چې د م.م ډله به ډېرې خبرې راښکاره کړي او بله دا چې نوروغير ملکي ډلو ته هم پکار ده چې د حالاتو معلومولو له پاره د پاکستان دورې وکړي او په حکومت دباو واچوي.

د م.م ډلې په باب د يو بل غېر سرکاري تنظيم عورت فاونډېشن غړي عاصم ملک وویل، چې داوخت حالات له قابو بهر دي خو د دغه ډول ډلو په ورتللو سره به تر ډېره حده بهتري راشي.

د يادونې وړ ده چې د بې درکه کسانو خپل خپلوان په پاکستاني استخباراتي ادارو تور لګوي چې ورک کسان دوی پورته کړي دي خو دغه ادارې بيا لګول شوي تورونه بې بنياده بولي.

دا دې هم ياده وي چې دملک په لوړو عدالتونو کې هم د بې درکه کسانو د بازيابۍ له پاره مقدمې هم روانې دي.غېرسرکاري تنظيمونه داشميره تر دولس زرو زيات ښودلې خو د پاکستان حکومت او داخله وزارت د تريتمو کسانو شميره سلګونه ښيي.


رياض موسه خېل مشال رېډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG