د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان ستونځه دې له سیاسي لارې هواره کړل شي"


د پښتون ولس قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزی ټول ګوندیز کنفرانس ته وینا کوي
د پښتون ولس قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزی ټول ګوندیز کنفرانس ته وینا کوي



خدای نور ناصر - مشال راډيو

په کوټه کې د سپریم کورټ بار له خوا د ټول ګوندیز کنفرانس په پای کې پرېکړې وشوې، چې د بلوچستان ستونځه دې له سیاسي لارې هواره شي. ټول تريتم (ورک) کسان دې وموندل شي، او د بلوڅ ملتپالي مشر نواب اکبرخان بګټي د وژنې دې څرګندنې او په ډاګه پلټنې وشي.

د اتوار په ورځ ترسره شوي کنفرانس کې د بلوچستان ډېری سیاسي ګوندونو ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې د پښتون ولس قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزي په خپلو خبرو کې وویل:

؛ د بلوڅانو ځوانان جنګ ددې لپاره کوي، چې خپل حق غواړي. خو زموږ بدبخته د څه لپاره جنګېږي. هیڅ مقصد يې نشته. چې موږ د څه لپاره جنګېږو. په خپل ځان پسې بم وتړي او بیا په جوماتونو او سکولونو کې چاودنې کوي. د څه مقصد لپاره. موږ غواړو څه؟؟؟

په داسې حال کې چې په دې کنفرانس کې د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو خبري وکړې. بلوڅ ملتپالو د بلوڅانو، او پښتنو ملتپالو د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوله. خو د پاکستان پيپلز ګوند د بلوچستان مشر میر صادق عمراني بیا په دې صوبه کې د خپل حکومت پرضد خبري وکړې. عمراني په دې کنفرانس کې وویل؛ په بلوچستان کې هیڅ حکومت نشته. لاقانونیت دی، په سپینه ورځ خلک وژل کېږي او هیڅ څوک يې مخنیوی نشي کولای.

؛ موږ خو دا وایو چې په بلوچستان کې زموږ حکومت هیڅ شته نه. زه نن دا په ډاګه وایم، چې د بلوچستان حکومت دې همدا اوس ژرترژره ختم شي. ځکه چې دا يو نااهله صوبايي حکومت دی؛

په دې کنفرانس کې د نیشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بیا وویل؛ په پاکستان کې تر هاغو پورې بشپړه خوشالي نه شي راتلای، تر څو چې په دې هیواد کې میشت ټولو قامونو ته برابر حقوق نه وي ورکړل شوي. ډاکټر مالک په خپله وینا کې وویل:

؛ پاکستان له بېلا بېلو قامونو جوړ شوی ریاست دی. ټولو قامونو ته باید تاریخي، ژبني او د هغوي چې څومره حق جوړېږي، هغه باید ورکړل شي. او که چېرته زموږ پښتانه وروڼه له پښتونخوا سره اوسېدل غواړي، یا ګډېږي، نو زموږ هیڅ اعتراض نشته؛

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مرکزي مشر رضا محمد رضا بیا د کنفرانس ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ په بلوچستان کې که د بلوڅو د حقوقو خبرې کېږي، نو باید ورسره سم د پښتنو حقوق هم یاد شي.
دده په وینا کوټه د افغان وطن برخه ده، او دلته باید مزدوران، ښوونکي او هزاره وګړي ونه وژل شي.

؛ په نړۍ کې د آزادۍ په هیڅ یوه غورځنګ کې نشته، چې ته نايي، درزي، دوبي او مزدور ووژنه، او بیا په رسنیو کې ددې ذمه واري هم قبوله کړه. نو هیڅ يو ګوند ددغه وژنو غندنه کوي. دا په پښتانه وطن داسې حال دی. څومره چې هم اباد کاره یا هزاره ګان وژل شوي دا د افغان پر خاوره وژل شوي او همدا د افغان وطن برخه ده؛

له دې سره په دې کنفرانس کې ټولو سیاسي ګوندنه په دې مطفق شوو، چې په راتلونکو ټول ټاکنو کې د پاکستاني استخباراتو مخه نیسي. او د آزادو ټاکنو ملاتړ به کوي.

XS
SM
MD
LG