د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاف وايي ځان مرګي بریدونه حرام دي



د افغانستان د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي کومندان عبدالرب رسول سیاف ویلي دي چې ځانمرګي بریدونه حرام دي او هیڅ یو دیني عالم د دې لپاره دلیل نه لري.

عبدالرب رسول سیاف ویلي که چیري ځانمرګي بریدونه شرعي اساس لري نو بیا یې ولي دا عالمان ، د هغوی وروڼه او بچي نه کوي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د شهید د اونۍ په ترڅ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

عبدالرب رسول سیاف وویل چې حکومت دي هغو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي چې ځانمرګي بریدونه کوي او تنظیموي یې.

خو په هم دې ورځ هم په کابل کې یو ځان مرګی برید وشو چې د لسو نه زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله.

XS
SM
MD
LG